د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له طالبانو غوښتي چې چارتر شویو الوتکو ته د پرواز اجازه ورکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د چهار شنبې په ورځ اګست ۸ (وږې اولسه) له طالبانو وغوښتل چې د مزار شریف له هوایي ډګر څخه چارتر شویو الوتکو ته د پرواز اجازه ورکړي.

ددغه جګپوړي امریکایي دیپلومات په وینا: " طالبانو تر اوسه د مزار شریف له نړیوال هوایي ډګر څخه چارتر شویو الوتکو ته د پرواز اجازه نده ورکړې او ادعا یې کړې چې یو شمیر مسافر د سفر ضروري اسناد نلري."

ښاغلي بلینکن چې په جرمني کې د امریکا له پوځي اډې څخه لیدنه کوله، د خپل جرمني سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل،‌" اصلي مسله داده چې چارتر شوي الوتکې باید پرواز وکړای شي او موږ به هره ورځ هڅه وکړو څو ډاډمن شو هغوی دا کار وکړای شي."

امریکایي چارواکي وایي طالبانو د هغو څلورو چارتر شویو الوتکو د پرواز مخه نیولې چې ټاکل شوېده امریکایي اتباع او له خطر سره مخ افغانان له هغه هیواده وباسي.

ددغو پروازونو سمبالونکو ادعا کړېده چې امریکا د مزار شریف له هوایي ډګر څخه د چارتر شویو الوتکو د پرواز لپاره کافي اقدامات ندي کړي.

بلخوا دیموکرات سناتور ریچارد بلومینټال په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له امریکایي اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو په اړه د امریکا د حکومت په چلند ډیر ناهیلی حتی په غصه دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د چهار شنبې په ورځ وویل، امریکا ددغو کسانو د لیږد په برخه کې له محدودیت سره مخ ده.

میرمن ساکي وویل:"موږ ددغو الوتکو د پرواز په برخه کې کومه ونډه نلرو. موږ په سیمه کې نه یو."

واشنګټن او امریکا نړیوال شریکان هڅه کوي څو پر طالبانو فشار راوړي چې د امریکایي اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د وتلو په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له طالبانو سره په تماس کې دي څو د ځمکې له لارې بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د وتلو زمینه مساعده کړي.

د امریکا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه د چهار شنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د جي ۲۰ ډلې له غړو سره د افغانستان په اړه بحث وکړ.

ددې ان لاین غونډې عمده بحث، د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو وتل او د طالبانو له واکمنیدو وروسته له اړمنو کسانو سره د بشري مرستو مهیا کول وو.

د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان کابو اتلس میلیونه وګړي چې د هغه هیواد نیمایي نفوس کیږي خوراکي موادو، اوبو او صحي خدماتو ته ضرورت لري او ددغو خدماتو د برابریدو لپاره یې د روان کال تر ډسمبر میاشتې پورې د ۶۰۶ میلیونو ډالرو غوښتنه کړېده.

XS
SM
MD
LG