د لاس رسي وړ اتصالات

وروستي افغان یهودي هم افغانستان پریښود


زیبولان سمنټوف د افغانستان یوازینی یهودي دی چې واک ته د طالبانو تر بیا رسیدو وروسته اړ شو خپل هیواد پریږدي.

سمنټوف ۶۲ کلن دی په کابل کې یې د یهودانو په یوازیني عبادت ځای کې ژوند کاوه او په هغه ځای کې یې په عبري ژپه خپل مذهبي مناسک ترسره کول. نوموړي د تیرو څلورو لسیزو جګړو له امله افغانستان پرينښود خو واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره مجبور شو چې له افغانستان څخه ووځي.

یو اسرایلي – امریکایي سوداګر موټي کاهانا چې له افغانستان څخه د تخیلې د بهیر د یو امنیتي شرکت مدیریت پر غاړه لري، د چهار شنبې په ورځ اګست ۸ ( وږې اولسمه) اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وویل چې سمنټوف له خپلو ۲۹ ګاونډیانو سره چې تقریبا ټول میرمنې او ماشومان دي د افغانستان یوه امن ګاونډي هیواد ته لیږدول شوي دي.

کاهانا ویلي، سمنټوف چې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دروې تجربه لري، ځکه اندیښمن وو چې تر طالبانو هم د سخت دریځو له خوا د اختطاف او حتی قتل خبرداری ورکړی شوی وو.

کاهانا وایي د سمنټوف ګاونډیو هم پر هغه فشار راوړی وو چې له افغانستان څخه ووځي څو د هغوی اولادونه هم ورسره یوځای ولاړ شي.

کاهانا زیاته کړې، د هغه امنیتي شرکت هڅه کوي له امریکایي او اسرایلي چارواکو سره تماس ونیسي څو سمنټوف ته د استوګنې دایمي ځای پیدا کړي.

د سمنټوف میرمن او اولادونه د څو لسیزو راهیسې په اسرائیلو کې ژوند کوي خو د هغه هیواد د قوانینو له مخې، ښاغلي سمنټوف د کلونو راهیسې خپلې میرمنې ته د طلاق له ورکولو ډډه کړې او اوس که نوموړی اسرائیلو ته ولاړ شي، ممکن د میرمنې حقوقي قضیه یې له سره پیل شي.

زیبولان سمنټوف د ۱۹۵۰ کلونو پرمهال په هرات ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې او د پخواني شوروي اتحاد د نظامي یرغل پرمهال او د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې کابل ته وکوچید.

یهودانو په افغانستان کې څه باندې د ۲۵۰۰ کلونو لپاره ژوند کړی دی او په لس ګونه زره یې په هرات ولایت کې میشت وو چیرې چې د هغوی څلور عبادت ځایونه اوس هم شته.

په ۱۹ بیړۍ کې له افغانستان څخه د افغان یهودانو د وتلو لړۍ پیل شوه او په اسرایلو کې میشت شول.

د څو لسیزو په جریان کې د سمنټوف د میرمنې او دوو لوڼو په ګډون د هغه ټول خپلوان له افغانستان څخه ووتل.

ښاغلي سمنټوف مخکې له دې چې طالبان بیا په افغانستان واکمن شي فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي وو، یو وخت ټولې مذهبي فرقي په افغانستان کې له ازادیو څخه برخمن وو، خو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۰ کاله پورې اسلامپالو هڅه وکړه چې هغه مسلمانان کړي.

نوموړي زیاته کړه د طالبان رژیم نوموړی څلور ځله بندي کړی دی.

دغه افغان یهودي ویلي دي‌ چې طالبانو یو ځل په کابل کې د یهودانو عبادت ځای لوټ کړ ، د هغه عبراني کتابونه یې څیرې کړل ، منورونه یې مات کړل او پخوانی تورات یې له ځانه سره یووړ.

XS
SM
MD
LG