ولسمشر ټرمپ: زیلینسکي ښه سړی نه دی چې ورسره کار وشي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د تېلو پر تصفیه‌ خونو د اوکراین د بیا پیل شویو بریدونو په اړه ویلي چې دا یو ناورین دی او د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یې سخته نیوکه کړې ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیوزمکس خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دواړه غواړي جګړه پای ته ورسېږي، خو دواړه مشران له یو بل څخه کرکه لري. ولسمشر ټرمپ د زیلینسکي پر کړنو د نیوکې پر مهال وویل چې له هغه سره کار کول د پوتین په پرتله ستونزمن دي.

ولسمشر ټرمپ وايي: "هغه [زیلینسکي] له خوا د تېلو پر تصفیه‌ خونو د بریدونو له امله په نړۍ کې د تېلو بیې لوړېږي. دا یو ناورین دی... زما په اند، په اوکراین کې ټاکنو ته اړتیا ده، ځکه هېڅوک نه شي کولای ماته ووایي چې د اوکراین خلک د خپلو کورونو باندې د توغندیو له لګېدو خوښ دي. خو حقیقت دا دی چې روسیه یو لوی هېواد دی او کولای شي یو میلیون کسان له لاسه ورکړي، او تر هغوی وروسته لا میلیونونه نور کسان هم شته. اوکراین دومره بشري ځواک نه لري. په عین حال کې، هغوی [اوکراینیان] د نړۍ تر ټولو غوره تجهیزات لري چې امریکا ورکړي دي."

د اوکراین او امریکا ترمنځ ترینګلتیا تېره اوونۍ وروسته له هغې زیاته شوه کله چې ولسمشر ټرمپ نړیوالو بازارونو ته د روسیې د ډېرو ډیزلي تېلو د صادرولو په بدل کې پر مسکو بندیزونه نرم کړل. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د واشنګټن پر دې اقدام نیوکه وکړه.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې مشرانو د جمعې په ورځ د (اکټوبر۱۶مه) په بروکسل کې له زیلینسکي سره وکتل. زیلینسکي د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له تبصرې پرته، د اوکراین لپاره د اروپايي مشرانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او د جګړې د ژر پای ته رسولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي "البته، موږ غواړو چې دا جګړه هر څومره ژر چې امکان ولري، پای ته ورسېږي. اوس مهال موږ د روسیې له لوري داسې کومه نښه نه وینو چې وښيي روسیه جګړې ته د پای ورکولو لپاره چمتو ده. له همدې امله، موږ باید د ژمي لپاره چمتووالی ونیسو. "

د اروپايي ټولنې مرستیالې کایا کالاس د جمعې په ورځ د (اکتوبر ۱۶مه) خبریالانو ته وویل چې اروپا د ژمي د موسم په درشل کې د اوکراین د خلکو د ملاتړ لپاره ژمنه ده.

کایا کالاس وايي: "موږ باید له اوکراینیانو سره مرسته وکړو چې ژوندي پاتې شي او له خپل هېواد څخه دفاع وکړي. البته، څرګنده ده چې هغوی هوايي دفاعي سیسټمونو ته اړتیا لري. موږ له خپل لوري بحث کوو چې نور څه کولای شو، څو روسیې ته دا پیغام ورسوو چې باید خبرې اترې وکړي او دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي."

په ورته وخت کې د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا فون دېر لاین پر روسیې د فشار راوړلو غوښتنه وکړه.

اورسلا فون دېر لاین وايي: "البته، موږ د اوربند لپاره د ولسمشر ټرمپ له نوښت څخه ملاتړ کړی، خو ان د یوې دقیقې لپاره مو هم ونه لیدل چې روسیې دې ورته درناوی کړی وي. برعکس، روسیې خپل بریدونه او تاوتریخوالی زیات کړل، نو له همدې امله باید پر روسیې فشار نور هم زیات کړو. موږ اوس د بندیزونو پر دوه‌ویشتمه بسته کار کوو. یو شی په بشپړه توګه څرګند دی: هېڅ بندیز به لغوه نه کړو، تر هغه چې روسیه جګړه بنده نه کړي. "

اوکراین دا مهال له خپل تر ټولو سخت مالي بحران سره مخ دی. دا بحران د پوځي بودجې له ستر کسر، د اقتصادي ودې له درېدو او د روسیې د بریدونو د زیاتېدو له امله د کورنیو عوایدو له کمېدو څخه رامنځته شوی دی. دغه بریدونه د اوکراین پر سوداګریزو فعالیتونو او بنسټیزو تاسیساتو ترسره کېږي.