د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وايي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو ویروس شتون نور ولایتونه هم له ګواښ سره مخ کوي.
روغتیا پالان وایي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ احتمال لوړ دی، او په هیڅ صورت باید دغه ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي.
د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې دوی د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو په شمېر کې زیاتوالی راوړی.
د افغانستان جنوب ختیځې حوضې ځوانان چې په خیریه فعالیتونو کې پراخه ونډه لري، وایي په روان کال به خپلو سیمو کې د پولیو ضد رضاکار فعالیتونه دوه برابره زیاتوي. یونیسف وایي له امتیازاتو پرته د ځوانانو همکاري غوره ګام دی او د تشویقي پروګرامونو له لارې به لا ډېر خلک دې کار ته وهڅوي. منیر بهار - امریکاغږ
د افغانستان د سویل ختیځې حوزې ځوانان وایي چې دوی چمتو دي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د نورو خیریه فعالیتونو تر څنګ، د پولیو ضد مبارزه کې لا زیاته همکاري وکړي.
د افغانستان په سویل ختیځیو ولایتونو کې یو شمېر واکسیناتوران وایي چې که څه هم د دوی امتیازات ډیر کم دي، خو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه خپل کار ته دوام ورکوي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې لا هم د پکتیکا ولایت په ځینو سرحدي سیمو کې یو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډده کوي، خو د قناعت ورکولو لپاره یې هڅې روانې دي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې د افغانستان په سویل ختیځه حوزه کې به له دې وروسته د جومات په جومات کمپاین په ځای، کور په کور کمپاین ترسره شي.
د خوست روغتیایي مسؤولین وایي د پولیو واکسین د تطبیق په ساحه کې د ښځینه واکسیناتورانو کمی محسوسوي او هڅې یې چټکې کړي چې د ښځینه رضاکارانو شمېر زیات کړي. دا مهال د ټول خوست په کچه د ګوزڼ واکسین په برخه کې شپږ واکسیناتورانې کار کوي خو اړتیا شته چې لازیاتې واکسیناتورانې مرسته وکړي.
د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې دوی د ښځینه واکسیناتورانو د شمېر له کموالي سره مخ دي، خو هڅه کوي چې د هغوی شمېر زیات کړي.
د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې د پاکستان له قبایلي سیمو څخه افغانستان ته د پولیو ویروس د لیږد احتمال شته.
یو شمېر دیني عالمان د افغانستان د سویل ختیځې حوزې هغو سیمو ته چې اوسیدونکي یې د واکسین تطبیق ته زړه نه ښه کوي، د پولیو په اړه د عامه پوهاوي په موخه کاري سفرونه کوي.
د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د روغتیایي مبلغینو په ډله کې د دیني عالمانو رول اغیزناک دی.
د خوست روغتیایي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د هغو کورنیو شمېر مخ په کمیدو دی چې پخوا یې خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوله.
د خوست ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د پولیو واکسین د ګوزڼ په وړاندې د ماشومانو د دایمي معافیت سبب کیږي او هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.
په خوست کې د طالبانو د حکومت روغتیایي مسؤولین وایي چې پدې ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې ټولې پرتې ستونزې هوارې شوي او هیڅ ډول کمبودي نه ترسترګو کیږي.
ګوزڼ د ماشومانو په راتلونکي سترې اغیزې لري او هغوی په ځواني کې له کار او ښه ژوند څخه بې برخې کوي.
د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو له لوري د نورو روغتیایي خدمتونو تر څنګ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کیږي.
نور پورته کول