د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو مبارزه کې خلک د طب متخصصینو لارښوونو ته اهمیت ورکوي- مسؤولین


د روغتیا په برخه کې خلک د ډاکټرانو خبرو ته تر نورو اهمیت ورکوي او د ډېرو په باور همدا علت دی چې د ګوزڼ ضد مبارزې او واکسینونو ته د خلکو د تشویق په برخه کې د ډاکټرانو رول رغنده بلل کیږي.

د دې تر څنګ د پولیو واکسین په اړه یو شمېر علماو ضد او نقیض څرګندونې کړي او دا مهال د ګوزڼ ضد مبارزه له بل هر وخت چټک شوی د علماو پر مثبت رول لوبولو هم ټینګار کیږي چې خلک له دیني اړخ هم قانع کړي.

د خوست ولایت یو شمېر خلک د پولیو په مخنیوي کې د دیني علماو او روغتیاپالانو پر رول ټینګار کوي او د پولیو ویروس په مخنیوي کې د هغوی هڅو ته خوشبیني ښیي. د خوست یو شمېر اوسیدوونکي د دیني عالمانو او روغتیاپالانو رول د پولیو په مخنیوي کې اغېزمن بولي.

د خوست یو اوسیدونکي، انیس په دې هکله امریکا غږ ته وویل چې دیني عالمان په افغاني ټولنه کې له پراخ عقیدوي او کلتوري ملاتړه برخمن دي.

نوموړي امریکاغږ ته داسې وویل: ”زما په نظر دیني علماء زموږ په ټولنه کې له پراخ عقیدوي او کلتوري ملاتړ برخمن دي او پر خلکو د دوی خبرې ډېر ښه اغېز کولای شي؛ زه باوري یم چې د پولیو په لمنځه وړلو کې به دینی علماء او روغتیاپالان ډېره مرسته وکړي.“

له بلې خوا روغتیا پالان او دیني عالمان هم د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره د پوهاوي زیاتوالی اغېزمن بولي او ټینګار کوي چې د ټولنې په مشترکو هڅو پولیو ویروس له افغانستان محوه کیدای شي.

د خوست ی دیني عالم، مولوي محمد سلیم وایي، چې د اکثریت دیني علماوو توافق دا دی چې ترپنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقول له شرعي اړخه هیڅ کومه ستونزه نه لري او خلک دې خپل کمکي ماشومان هرځل واکسین او د دې خطرناکې ناروغۍ په مقابل کې خپل دیني رسالت ادا کړي.

دیني عالم، مولوي محمد سلیم په دې هکله زیاته کړه: ”د پولیو د واکسین په اړه د دیني عالمانو توافق دی چې ګوزڼ یوه خطرناکه او تلپاتې معلولونکې ناروغي ده، هیڅ کوم شرعي ممانعت نه لري، ترټولو مهمه داده چې موجوده وخت کې د پولیو واکسین ماشومانو ته تطبیق شي؛ ځکه چې اولادونه د الله تعالی نعمت دی نو واکسینول یې لازمي او ضروري دي.“

په خوست کې د ماشومانو داخله ناروغیو متخصص، ډاکټر ظریف تسل امریکا غږ ته وویل چې د عامه پوهاوي زیاتوالی سره به په ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ د معلولیت خطر تر ډېره بریده راکم شي.

هغه له والدینو غوښتنه لري چې د روغتیایي کارمندانو سپارښتنې د خپلو اولادونو د سالمې راتلونکې په موخه عملي او هغوی د واکسینونو په ټولو دورو کې په منظمه توګه واکسین کړي.

نوموړی وایي: ”طبي متخصصین هغه څوک دي چې بې شماره خلک له دوی سره تماس لري، خصوصاً د طبي متخصصینو مشورو یا لارښوونو ته اهمیت ورکوي؛ په دې لحاظ به د پولیو په اړه دعامه پوهاوي په ورکړه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې ولري او موږ خوشبین یو چې پولیو له افغانستان څخه پاکه شي او خلک خپل وقایوي تدابیر لازمي طریقې سره عملي کړي.“

د عامې روغتیا وزارت تردې وړاندې هم څو ځله ویلي چې له پولیو سره مبارزه یې د ټولو اقشارو په مشترکو هڅو د بریالیتوب خواته روانه ده او د خلکو د پراخې همکارۍ په نتیجه کې د روان میلادي کال تر دا مهاله د ټول هېواد په سطحه د پولیو یا ګوزڼ کومه مثبته پېښه هم نه ده رپوټ شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG