د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتونو تر منځ د خلکو تګ راتګ د پولیو د ویروس د انتقال احتمال زیاتوي - روغتیاپالان


روغتیاپالان ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم، میندې او پلرونه باید په ټولو کمپاینونو کې د ماشومانو واکسین کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
روغتیاپالان ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم، میندې او پلرونه باید په ټولو کمپاینونو کې د ماشومانو واکسین کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان په جنوب ختیځ کې روغتیايي چارواکي وايي، هرڅومره چې خلک د ولایتونو ترمنځ تګ راتګ زیات کړی، هومره به د پولیو ویروس پاکو سیمو ته د انتقال احتمال هم زیات شي.

روغتیاپالان ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم، میندې او پلرونه باید په ټولو کمپاینونو کې د ماشومانو واکسین کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان جنوب ختیځه حوزه چې دا مهال د پولیو له انساني پېښو خوندي سیمه ده، روغتیاپالان پکې د وګړو ترمنځ زیات تګ راتګ له یوې سیمې بلې ته د پولیو ویروس د بیا انتقال سبب بولي او پدې برخه کې د پولیو واکسین پر تطبیق ټینګار کوي.

په خوست کې د ماشومانو یو تن متخصص ډاکټر، ګلاب جان صدیقي امریکاغږ ته وویل، چې د خلکو تګ راتګ په پولیو ککړو سیمو ته ددې ویروس د چټک انتقال وسیله ګرځي.

نوموړی زیاتوي: ”که چیرې په یوه سیمه کې پولیو ویروس موجود وي، پاکو سیمو ته د انتقال خطر لرلی شي، خو یو شمېر لاملونو بیا د پولیو خپریدل چټکوي. د بیلګې په توګه، که چیرې په یو ولایت کې د پولیو مثبته پېښه موجوده وي د دې ولایت خلک بل ولایت ته ډیر تګ راتګ ولري نو د دې په اساس پولیو چټک خپریږي یا د خپریدو فیصدي زیاتیږي. خو که بیا چیرته د پولیو ویروس موجود هم وي، خو خلک یې یوې بلې سیمې ته زیات تګ راتګ نکوي، نو پدې صورت کې بیا د خپریدو احتمال هم کم دی.“

میندو او پلرونو ته ځینې سپارښتنې

ډاکټر ګلاب جان صدیقي وایي، کورنۍ باید د روغتیا وزارت د تګ لارې سره سم ټول هغه واکسینونه پخپلو سیمو کې ماشومانو ته تطبیق کړي چې له مخې یې د هغوی د ماشومانو د معافیت کچه لوړیږي.

نوموړي زیاته کړه: ”میندو او پلرونو ته زموږ سپارښتنې دا دي چې ترڅو د دوی بچیان صحتمند پاتې شي او فلج نشي، د دې ویروس د مخنیوي په خاطر د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پالیسو مطابق کوم واکسینونه چې ماشومانو ته تطبیقیږي، باید هر ماشوم ته تطبیق شي. بله دا چې د پولیو کمپاینونو پرمهال هم باید ټول ماشومان واکسین شي. میندې او پلرونه باید متوجې واوسي ترڅو د کمپاینونو پر وخت ماشومان له واکسین څخه محروم نکړي.“

له بل لوري د پولیو یا ګوزڼ بهیر رضاکاره همکاران او مبلغین وایي، د خوست لرې پرتو سیمو کې هم د مرکز په څیر د خلکو چلند مثبت بدلون کړی او خپل ماشومان واکسینوي.

حاجي سالم خان چې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د پولیو اړوند فعالیت لري امریکاغږ ته په ډاګه کړه چې خلک یې خبرو ته غوږ نیسي او د دوی د وینا مطابق اوس زیاتره خلک خپل بچیان واکسینوي.

دی وایي: ”د دې لرې پرتې سیمې خلک ټول د یوې خبرې خلک دي. په سیمه کې د مرکز غوندې ځینې خلک یوڅه پوښتنې لري خو بیا موږ دوی ته په ډېر احترام سره قناعت ورکوو او خلک هم زموږ خبرې ته غوږ نیسي. ما چې څومره ولیدل واکسین په ډیره ښه توګه تطبیقیږي او د منطقې خلک هم پوره تیاری لري.“

یاده دې وي چې له ګوزڼ یا پولیو سره مبارزه په افغانستان کې دعامې روغتیا وزارت ترچتر لاندې د نړیوالو روغتیایي بنسټونو په غیرمستقیمه همکارۍ روانه ده، چې په لړ کې یې څو ورځې وړاندې اندونیزیا هېواد لس میلیون ډوزه پولیو ضد واکسین عامې روغتیا وزارت ته د مرستې په ډول سپارلي ؤ چې د کمپاینونو پرمهال به د ماشومانو د واکسین په موخه ترې ګټه واخیستل وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG