د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د واکمنو طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو څه باندې ۱۶ سوه قضیې ثبت کړي دي چې د افرادو د نیولو او وروسته د توقیف پرمهال ترسره شوي دي.
د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې ددغه هېواد له نیمايي زیاتې رسنۍ له فعالیت څخه لوېدلي او لږ تر لږه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
په افغانستان کې د رسنیو د قانون په اړه د دوو کلونو ابهام او پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو وروسته، د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانستان د رسنیو د نوي قانون مسوده د خپل مشر د تائید دپاره وړاندې کړې ده.
د روسیې حکومت د جمعې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷مه) په هغه هېواد کې د سخاروف مرکز په نامه د بشري حقونو یو مهم سازمان بند کړ.
د بې پولو خبریالانو سازمان د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمری۲۵) وویل چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې نهه خبریالان نیولي او بنديان کړي دي.
د عراق حکومت د یکشنبې په ورځ، اګست شپږمه (زمري ۱۵) د "ملي امنیت" د اندیښنو له امله د ټلګرام اپلکیشن د پیغام رسولو خدمت بند کړ، هغه اقدام چې په هغه هیواد کې ایران ته نږدې عناصرو پرې په پراخه کچه انتقاد کړی دی.
افغانو فعالینو او کارپوهانو د طالبانو د یو مشر انس حقاني هغو څرګندونو ته، چې ویلي یې دي ټویټر یوه بهتره ټولنیزه شبکه ده ځکه خلکو ته د بیان ازادي ورکوي، سخت غبرګون ښودلي دي.
قرغیزستان د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د متحده ایالاتو د مالي ملاتړ لرونکې ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د تړلو پرېکړه یې بیرته اخیستې ده.
د طالبانو یو مقام انس حقاني، چې د طالبانو په حکومت کې رسمي دنده نلري، د ټویټر ټولنیزه شبکه ستایلې ده چې د بیان د ازادۍ لپاره یې د هغه په خبره ښه چوکاټ برابر کړی دی.
په کابل کې د «ښځو یووالی او پیوستون» په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ وايي چې طالبان د افغان ښځو په ګوښه کولو او حذف کولو سره دا هېواد شا ته بیايي.
د خبریالانو کار د ډیرو خبري مسایلو ترڅنګ، د جګړې له ډګره نیولې د جنایي پېښو تر ځایونو پورې له حالاتو د خلکو خبرول دي.
نور پورته کول