د لاس رسي وړ اتصالات

هیدر بار: د نجونو د زده کړو د دوام لپاره مدرسې د ښوونځیو بدیل نشي کیدلی


د بشري حقونو د څار ادارې(HRW) په ښوونځیو کې د نجونو د زده کړو پرځای په دیني مدرسو کې هغوی ته د زده کړو د ورکولو په اړه خپرو شویو راپورنو سره مخالفت ښودلی او ویلي دي چې مدرسې نجونو لپاره د ښوونځیو بدیل نشي کیدلی.

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د چارو مشرې میرمن هیدربار د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۲(مرغومې اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې مدرسې په هیڅ حالت کې د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځي بدلیل نشي کیدلی.

میرمن بار لیکلي: "مدرسې د ښوونځیو پرځای د نجونو او هلګانو د زده کړو لپاره بالکل د منلو نه دي".

میرمن بار ویلي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر"یوناما" ددې پلټنه کوي چې طالبان په افغانستان کې نجونو ته په مدرسو کې د زده کړو اجازه ورکوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د دسمبر په ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په اړه د معلوماتو د ورکولو وروسته وویل چې ملګري ملتونه هغه راپورونه ارزوي چې، په افغانستان کې واکمن طالبان د هر عمر نجونو ته اجازه ورکوي چې په مذهبي مدرسو کې زده کړې وکړي، چې له دودیز پلوه یوازې د هلکانو لپاره دي.

روزا اوتنبایووا وویل، داسې ګنګوسې شته چې په افغانستان کې نجونې په مذهبي مدرسو کې زده کړو ته پرېښوول کېږي.

میرمن اوتنبایووا وویل: "دا لا پوره نه ده څرګنده چې په مدرسه کې څه ډول ښوونې ورکول کېږي، ایا هلته معیاري نصاب شته، ایا نجونې عصري او ساینسي زده کړو ته پرېښوول کېږي او په څومره شمېر کې نجونې په مدرسو کې زده کړې کوي."

میرمن اوتنبایووا زیاته کړه: "نجونو او هلکانو دواړو ته په مساوي توګه په پراخه کچه د عصري زده کړو په ورکولو کې د ناکامي له کبله به د سرپرستې ادارې لپاره ناممکن شي چې په خپل ځان د بسیا کیدو اقتصادي اجنډا پلې کړي."

د یوناما د مشرې ددغو څرګندونو وروسته د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد د اسوشیتد پریس "اې پي" اژانس ته ویلي چې په مدرسو کې د نجونو د زده کړو لپاره د عمر هیڅ محدودیت نشته او د هر عمر نجونې په مدرسو کې زده کړې کولی شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د نجونو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستیو کې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه.

ددغه بندیزونو وروسته نجونو ته په مدرسو کې د زده کړو پیلول یو د څو وړلندیزونو څخه دی چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د دوام لپاره وړاندې شوی دی.

دغه وړاندیز د ډسمبر په روانه میاشت کې د افغان میرمنو د وضعیت په اړه په دوحه کې په یو کنفرانس کې هم پرې خبرې شوې وې.

خو د پوهنې د چارو کارپوهان دا وړاندیز عملي نه بولي او وايي چې په دیني مدرسو کې تر ډیره دیني موضوعاتو په اړه زده کوونکو ته زده کړې ورکول کیږي او ددغو مدرسو استادان د سیانسي او عصري علومو د تدریس وړتیا نه لري او نه هم دومره شمیر دیني استادان شته چې په مدرسو کې عصري علوم نجونو ته تدریس کړي.

د پوهنې د چارو ځینې کارپوهان په دیني مدرسو کې د نصاب په اړه هم اندیښنه لري او وايي چې په دغو مدرسو کې ځوانان افراطیت ته هڅول کیږي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د دیني مدرسو شمیر کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

د پوهنې وزارت ویاند "اې پي" خبري اژانس ته ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د دیني مدرسو شمیر ۲۰ زرو ته رسیږي چې ددغه شمیر ۱۳۵۰۰ یې د دغه وزارت له خوا اداره کیږي او پاتې نورې یې د وزارت تر کنټرول بهر فعالیت کوي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد دا نه دي ویلي چې اوس مهال په دغو مدرسو کې څومره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

څه موده دمخه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر سید حبیب الله اغا ویلي وو پلان لري چې په هره ولسوالۍ کې لس نوې دیني مدرسې جوړې کړي.

په افغانستان کې په تیر رژیم کې د پوهنې وزارت سره شاوخوا ۱۳۰۰ دیني مدرسې ثبت شوې وې، خو په همدومره شمیر نورو مدرسو د پوهنې وزارت سره د ثبت پرته فعالیت کوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG