د لاس رسي وړ اتصالات

امیري افغان نجونو ته: ناهیلې کیږئ مه


د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې، رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې، رینا امیري

د افغان میرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې، رینا امیري، د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې یو ځل بیا له افغان نجونو خپل ملاتړ څرګند کړی او له هغوی یې غوښتي چې هیلې له لاسه ورنکړي.

اغلې امیري په خپلې ایکس‌ پاڼۍ کې لیکلي: "د افغانستان ګرانو لوڼو،د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ، زه د زړه له تله خواشینې یم چې طالبان زده کړو ته ستاسو د بیا لاسرسي لپاره کورنۍ او نړیوالې غوښتنې نه مني؛ تاسو له خپلو هیلو او افغانستان له ښه راتلونکي بې برخې کوي. خو مه ناهیلي کیږئ."

ملګرو ملتونو د اکټوبر ۱۱مه، چې سږ کال د تلې له ۱۹مې سره برابره ده، د نجونو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د خپل ایکس پیغام په دوام لیکلې دي، چې د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نده. دوی خطرناکه بیلګه جوړه کړې، چې ښايې نور یې تقلید کړي، او هرچیرته د ښځو او نجونو حقونه له ګواښ سره مخامخ کړي. دا زموږ ټول په ګټه ده چې ددغه ارتجاعي تګلارو په وړاندې ودریږو.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اوونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

طالبانو همداشان د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګاوه.

طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي. همداراز په وروستیو میاشتو کې یې په افغانستان کې د ښځو سینګارتونونه هم بند کړل.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

خو طالبانو په پرله پسې توګه ادعا کړې، چې ښځو ته يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې حقوق ورکړي او که وضعيت ښه شي نو د نجونو پر مخ به د ښوونځي دروازې پرانيزي.

مېرمن امیري د خپل پیغام په پای کې افغان نجونو ته ویلي،‌ چې د طالبانو توجیهات او پلمې د هیواد دننه، په سیمه او نړۍ کې رد شوي. موږ به په خپل بشپړ توان سره ستاسو څخه، چې د باکیفیته تعلیم په ګډون د خپلو حقونو دفاع کوي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG