د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: هغه راپورونه ارزوو چې طالبان په مدرسو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دسمبر په ۲۰ (لیندۍ ۲۹) وویل چې ملګري ملتونه هغه راپورونه ارزوي چې وايي، په افغانستان کې واکمن طالبان د هر عمر نجونو ته اجازه ورکوي چې په مذهبي مدرسو کې زده کړې وکړي، چې له دودیز پلوه یوازې د هلکانو لپاره دي.

د یونانا مشرې روزا اوتنبایووا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیرې ورځې له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، داسې ګنګوسې شته چې په افغانستان کې نجونې په مذهبي مدرسو کې زده کړو ته پرېښوول کېږي.

هغې وویل، ”دا لا پوره نه ده څرګنده چې په مدرسه کې څه ډول ښوونې ورته کېږي، ایا هلته معیاري نصاب شته، ایا نجونې عصري او ساینسي زده کړو ته پرېښوول کېږي او په څومره شمېر کې نجونې په مدرسو کې زده کړې کوي.“

هغې وویل، ” نجونو او هلکانو دواړو ته په مساوي توګه په پراخه کچه د عصري زده کړو په ورکولو کې د ناکامي له کبله به د سرپرستې ادارې لپاره ناممکن شي چې په خپل ځان بسیا اقتصادي اجنډا پلې کړي. “

د بشري حقونو څار د روانې میاشتې لومړنیو کې راپور ورکړی چې د طالبانو ”ناوړه “ تعلیمي تګلارې د نجونو او هلکانو دواړو لپاره زیان رسوونکې دي.

راپور وايي، د ښځو په ګډون د باسواده استادانو هجرت، په نصاب کې بې ساری بدلون، د زیاتېدونکو جسماني سزاګانو له ویرې په ښوونځيو کې د زده کوونکو حاضري کمه شوې ده.

په راپور کې راغلي هغه ځکه چې طالبانو د هلکانو له ښوونځیو ټولې ښځینه ښوونکې ایستلې دي، ډېرو هلکانو ته بې سواده استادان ښوونې کوي او یا هم هلکان ټوله ورځ بې ښوونکو په خپلو ټولګیو کې تېره کړي.

نجونې او ښځې ثانوي ښونځیو او پوهنتونونو ته د نه پرېښودو پر سر طالبان په جهاني کچه غندل شوي.

دا مهال په افغانستان کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي زده کړې کولای شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اوتنبایووا وايي، د طالبانو د زده کړو چارواکي، ”بیا بیا دا راته وايي، دوی د یو داسې چاپېریال جوړلو لپاره کار کوي چې نجونې پکې بیرته ښوونځیو ته پرېښوول شي، خو وخت تېرېږي او د نجونو یو نسل له زده کړو پرشا کېږي.“

دې وویل، د طالبانو زده کړو وزارت د مدرسو او عامه ښوونځیو نصابونه ارزوي خو دې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د تعلیم معیار ”زیات اندېښمنوونکی دي. “

اوتنبایووا وویل، ”نړیواله ټولنه باید په سمه توګه خپل پام دې ته راوګرځوي چې د نجونو پر زده کړو لګیدلی بندیز پرشا کړي.“ خوهغې زیاته کړه چې ”کمزوری تعلیمي معیار او هغې ته لاس رسی هلکان هم اغېزمنوي.“

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG