په ختیځې افریقا کې د تانزانیا صدراعظم قاسم ماجاليوا د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (حمل شپږمه) پارلمان ته وویل چې ورستیو بارانونو او سیلابونو یې په هېواد کې ۱۵۵ تنه مړه کړي او ۲۳۶ تنه نور یې ژوبل کړي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې او د لسګونو نورو هیوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ، اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) په یوه ګډه اعلامیه کې د حماس څخه وغوښتل چې ددغه ډلې لخوا یرغمل شوي کسان خوشي کړي.
د اوکراین حکومت د پوځي پرسونل کمښت موضوع ته د حل لارې موندلو په موخه د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۲۴(غوايي شپږمه) یو لړ داسې قوانین تصویب کړل چې له امله یې هغه اوکرایني نارینه چې په بهر کې ژوند کوي په موقتي توګه نشي کولای ددغه هېواد پاسپورټ ترلاسه کړي.
د هند ختیځ په یو هوټل او رستورانت کې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي ۶) د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
په عراق کې صحي او امنیتي مسئولینو د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (ثور پنځمه) وویل چې هغه ۱۱ تنه یې اعدام شوي دي چې د ترهګرۍ په پېښو کې په لاس لرلو محکوم شوي وو.
ملګرو ملتونو او ځینو نورو پراختیايي ادارو د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (ثور پنځمه) وویل چې تېرکال په نړۍ کې د جنګ جګړو له کبله څه باندې ۲۸۲ میلیون انسانانو سخته لوږه ګاللې ده، په خاص ډول په غزې اوسودان کې.
د ګلوپ نړیوال څېړنیز بنسټ په تازه نظرپوښتنه کې چې پایلې یې د سه شبنې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي ۴)، خپرې شوې، د "نړیوال مشرتابه" په نوملړ کې جرمني د ۱۳۳ هېوادونو په منځ کې د ترټولو زیات محبوبیت په لرلو سره لومړی او د امریکا متحده ایالات دویم مقام خپل کړی دی.
پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د درې ورځنې سفر په پای کې، د دواړو هېوادونو مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه اپریل ۲۳ ( غوايي ۴) وویل چې په غزې کې د ډله ایزو قبرونو پیدا کیدل "ځورونکي" دي.
بریتانیا د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) اعلان وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې د غیرقانوني کډوالو د نیولو او روانډا ته د لیږلو بهیر پیلوي.
په مالیزیا کې دوو پوځي هلیکوپترو په هوا کې ټکر کړی او پکې سپاره ۱۰ کسان مړه شوي دي.
د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پاکستان ته پخپل رسمي سفر کې په غزې کې د اسرائیل لخوا "نسل وژنه" وغندله او د اوربند غوښتنه یې وکړله.
نور پورته کول