د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د باثباته او سوله ایز افغانستان پرمختګ ته ژمن یو


څو ورځې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم کابل ته تللی و
څو ورځې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم کابل ته تللی و

د چین ولسمشر شي جینپینګ په خپل هېواد کې په یو سیمه ایز کنفرانس کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونې له یادولو پرته د افغانستان سره د قوي مرستو ژمنه وکړه.

نوموړي په هغه سیمه ایز کنفرانس کې، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په ګډون، د چین، روسیې، پاکستان، ایران، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان استازو په کې ګډون کړی و، له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او ژمنتیا یادونه وکړه.

دا غونډه د چین د «آنهويي» ایالت د «تونګسي» د صنعتي توریزم په ښار کې وه.

ښاغلي جینپینګ د غونډې ګډونوالو ته د یو پیغام له لارې وویل چې«سوله ایز، باثباته، پرمختللی او ودان او ښاد افغانستان» هغه څه دي چې د ده په خبره افغانان يې هیله لري او دا «د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې د مشترګو ګټو» لپاره ګټور او په خدمت کې یې دي.

هغه زیاته کړه چې چین تل «د افغانستان د حاکمیت، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا» درناوی کړی دی. او «د افغانستان سوله ایز او با ثباته پرمختګ ته» ژمن دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د غونډې ګډونوالو یوه ګډه اعلامیه لیکلي ده خو لا دا اعلامیه خپره شوې نه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د غونډې ګډونوال په دې خبرې موافق وو چې امریکا او ناټو باید د افغانستان د «بیا رغونې او پرمختګ مسئولیت» په غاړه واخلي. وزارت د افغانستان ګنګل شویو شتمنیو ته په اشارې ویلي دي چې «د افغانانو شتمنۍ دې ژر تر ژره ستنې کړل» شي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د چین ولسمشر د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره د مرستو دومره قوي ژمنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د چین پانګوال په افغانستان کې د معادنو په استخراج کې پانګونې ته وهڅوي.

ټاکل شوې چې د چین د یو لوی شرکت استازي ژر کابل ته ولاړ شي او هلته له طالب چارواکو سره د لوګر د مس عینک د کان د استخراج په اړه خبرې وکړي. سره له دې چې چین وايي د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې مداخله نکوي او «خپل ناپیلتوب» ساتي، مګر کارپوهان په دې باور دي چې چین په افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادي ګټي لري او د هغوی لپاره کار کوي.

نه د چین ولسمشر او نه هم د بهرنیو چارو وزارت یې په آینده کې د افغانستان لپاره د کومو مشخصو مرستو اعلان وکړ، خو بیجینګ کابل ته ځینې بشري او روغتیايي مرستې استولې دي.

چین د افغانستان سره سرحد لري او له دغه هېواد څخه د امریکا اوناټو له وتلو وروسته هلې ځلې کوي چې هلته مخکښ رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG