د لاس رسي وړ اتصالات

په ګوزڼ اخته نجونې له رواني ستونزو سره مخ کیږي؛ ډاکټران


آرشیف
آرشیف

ډاکټران وايي‌، هغه نجونې چې په ماشومتوب کې په پولیو اخته شوي دي، زیادتره یې له رواني ستونزو سره لاس په ګریوان دي.

فرشته موسوي، چې ماشومتوب کې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوې وايي، کورنۍ باید په پولیو اخته شویو کسانو ته او په ځانګړې توګه نجونو ته روحیه ورکړي چې په ژوند کې ناامیده نه شي، ځکه چې معلول خلک زر مایوسه کیږي.

هغه وايي، کله کله چې په ټولنه کې روغ خلک ویني د مایوسۍ احساس کوي، او پر کورنیو غږ کوي چې باید خپلو اولادونو ته پر وخت د پولیو څاڅکي‌ ورکړي او هغوی‌ له دایمي فلج کیدو څخه وساتي.

هغې وویل: " د میندو او پلرونو مې هیله دا ده چې باید خپلو اولادونو ته واکسین وکړي‌ او له دایمي‌ فلج کیدو څخه یې وساتي. "

اغلې موسوي دا هم وویل چې یو شمېر کورنۍ او یا کلي‌ کور کې پولیو شویو کسانو ته په بیلابلو ناسمو نومونو غږ کیږي چې د هغوی پر ذهن منفي‌ اغیزه کوي.

نوموړې د فلج شویو نجونو د احساساتو په اړه هم وايي: "... په وړوکتوب کې به مې فکر کاوه او ډېره به مایوسه وم، اوس چې بهر ځم او سالم انسانان وینم نو بعضې وخت مایوسه کیږم."

هغه وايي چې کورنۍ باید خپل اولادونه په راتلونکي ژوند کې له مایوسۍ او خفګان څخه وساتي، او دغه ساتنه د پولیو د دوه څاڅکو په ذریعه کیږي.

د کندوز د کتلوي‌ معافیت مسؤل، ډاکټر غلام جیلاني‌ عطایي وايي چې معلولې نجونې اکثر وخت له واده کولو هم پاتې کیږي.

هغه وایی: "... په مجموع کې که فکر وکړو هغه نجونې چې په پولیو اخته دي، د کورنۍ د جوړولو چانس ورته کم دی، او که واده هم وکړي‌ د اولادونو په روزنه کې به ورته ستونزه زیاته وي، ځکه چې دوی‌ معیوبه دي، د کور سمبالول او د ماشوم ساتل او د کورنۍ ضرورتونو ته رسیدګي نه شي‌ کولای."

د روغتیا پالانو په وینا هغه نجونې چې په ماشومتوب کې په ګوزڼ اخته شوي دي، په ژوند کې د نارینه په پرتله لا زیاتو ستونزو سره مخ کیږي، او د کمترۍ احساس یې هم تر نارینه ګوزڼ وهلو څخه زیات وي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG