د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ضد هڅو په چاپیریال کې د ګوزڼ د خپریدو مخه نیولې؛ چارواکي


آرشیف
آرشیف

په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین د ښه پلي کیدو له امله په چاپیریال کې د پولیو ویروس د ډیریدو مخنیوی شوی.

سره له دې چې له تیر میلادي کال راهیسې په ننګرهار کې د پولیو هیڅ کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې او روغتیایي چارواکي وایي چې دوی د پولیو واکسین پر سم تطبیق برلاسي شوي او ددې تر څنګ یې په چاپیریال کې د پولیو ویروس د خپریدو مخنیوی هم کړی.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر، داکټر جان محمد صاحبزاده امریکا غږ ته وویل چې دوی په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین په سمه توګه پلی کړی او همدا لامل دی چې له تیر میلادي کال راهیسې کومه مثبته پیښه نه لري.

داکټر جان محمد صاحبزاده وایي چې دوی توانیدلي چې له چاپیریاله د پولیو ویروس د خپریدو مخنیوی هم وکړي.

داکټر صاحبزاده وویل: "... موږ په ننګرهار کې له پنځو برخو نه میاشتنۍ نمونې اخلو، میاشت کې دوه ځلي دا نمونې اخلو او نتیجې ته یې لیږو او بیا له هغې پوهیږو چې د پولیو ګردش شته یا نه؟ ... دغه تیره میاشت کې ټول سمپلونه منفي وو او له دې ښکاري چې موږ واکسین سم تطبیق کړی."

هغه د چاپیریال څخه د اخیستل شویو نمونو منفي کیدل د پولیو ضد واکسین د ښه کیفیت او سم تطبیق بیلګه ګڼي.

پر همدې حال ننګرهار میشتي هم په چاپیریال کې د پولیو ویروس د خپریدو او ګرځیدو پر مخنیوی ټینګار کوي او وایي چې د دوی ماشومانو ته له چاپیریاله د پولیو د ویروس ګواښ ډیر دی.

الفت الله، د ننګرهار یو اوسیدونکی په دې هکله وايي: "... چاپیریال ډیر مهم دی، د پولیو ویروس که په کې پیدا شو بیا یې مخنیوی هم سختیږي، سرایت هم ډیر کوي، موږ غواړو چې واکسین همداسې ښه ترسره شي چې په محیط کې د پولیو ویروس مخنیوی وشي."

همدارنګه د ننګرهار یو بل اوسیدونکې، یاسر امریکا غږ ته وویل: "... ماشومان ډیر په چاپیریال کې لوبیږي، چاپیریال ناولی وي، خطرات ډیر دي، روغتیا وزارت باید تر هر ځای چاپیریال ته ډیر پام ولري."

په ننګرهار کې د کتلوي معافیت اداره وایي چې په چاپیریال کې په ککړو اوبو کې د پولیو ویروس د ګرځیدو او خپریدو د مخنیوي لپاره یې ګامونه پورته کړي او د چټک مخنیوي لپاره به یې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG