د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د ګوزڼ پر ضد مبارزه د ټولنې د هر وګړي مسؤليت دی؟


آرشیف
آرشیف

د خوست اوسیدونکي وايي چې د ګوزڼ پر ضد مبارزه د ټولنې د هر وګړي مسؤليت دی، نو ځکه اړينه ده چې په دغه مبارزه کې کورنۍ له صحي رضاکارانو سره پوره همکاري وکړي.

تیر کال په خوست کې د پوليو پنځه مثبتې پیښې ثبت شوي، اوس خوستیان اندیښنه لري چې که ماشومانو ته په خپل وخت سره د پوليو واکسين ونه رسيږي، ممکن سږکال هم مثبتې پیښې ثبت شي.

د خوست اوسیدونکی اسدالله نيازی له خلکو غوښتنه لري، چې د روښانه راتلونکي او سالمې روغتيا په خاطر خپل ماشومان هيڅکله هم د ګوزڼ يا پوليو له واکسين څخه محروم نه کړي.

هغه وايي: "... دا زموږ د ټولو مسووليت دی، خصوصاً د علماوو او سپين ږيرو، چې په خپلو کليو بانډو کې واکسين ته لاره هواره کړي او په راتلونکي کې زموږ نوی نسل له دې ناوړه ناروغۍ نه وژغورل شي."

سږ ۲۰۲۱ ميلادي کال تر اوسه په خوست کې د پوليو مثبته پیښه نه ده ثبت شوې، خو د ناامنۍ او ځينو نورو ستونزو له کبله د دې ولايت په يو شمېر سيمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين نه رسيږي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدالدين منګل له خلکو غوښتنه لري، چې په دې مبارزه کې له روغتيايي کارکوونکو، په ځانګړې توګه له صحي رضاکارانو سره همکاري وکړي.

هغه وايي: "... پوليو ويروسي ناروغي ده چې د پنځه کلنۍ لاندې ماشومان په ګوزڼ اخته کوي. دا ناروغي د درملنې وړ نه ده، خو ماشومانو ته د دوه څاڅکو واکسين په تطبيق سره هغوی له دې ناروغۍ څخه ژغورلې شو".

ديني عالم، فقير محمد د ګوزڼ ناروغۍ په مخنيوي او له منځه وړلو کې د صحي کارکوونکو ترڅنګ ټولنه هم مسؤله بولي، ځکه د ده په وينا اسلام مبارک دين د ګوزڼ ضد واکسين ته پوره جواز ورکړی دی.

نوموړي وويل: "پيغام مې دا دی، چې هر څوک بايد د ناروغيو په مخنيوي کې خپلې نهايي هلې ځلې وکړي. الله تعالی د هر مرض لپاره شفا او دواء نازله کړې ده، نو بايد له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره د کورنۍ او د ټولنې ژوند وژغوري".

له افريقايي هیواد نايجريا څخه د ګوزڼ ناروغۍ تر پاکيدو وروسته د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي، چې لاهم په کې د پوليو وحشي ويروس پاتې دی.

تیر ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو ۵۶ مثبتې پیښې ثبت شوي او دا فلج شوي زياتره هغه ماشومان دي، چې د ګوزڼ ضد واکسين يا ورته هيڅ نه دي شوي او يا يې بشپړ نه دي اخيستي.

XS
SM
MD
LG