هغه دا کار په خپله کابېنه کې دوروستی ردو بدل په ترڅ کې وکړ. دافغانستان جمهوررئېس کرزي نن د چارشنبی په ورځ له رحمت الله نبیل نه چې دملی استخباراتو رئېس دی، دهغه ددوه کلن خدمت په وړاندی مننه وکړله او وې وېل چې نبیل به ډېر ژر په ېوه بهرنی هېواد کې د سفارت وظېفه پېل کړی.
د ښاغلی کرزي دفتر ووېل چې د نبیل لېری کول د ښاغلی کرزی له هغی فېصلی سره برابر کار دی چې د استخباراتو رئېس به له دوه کلونو نه زېات کار نه کوی.
رپوټ وايی دا اقدامات وروسته له هغه نه کېږی چې څو اونی مخکی دافغانستان پارلېمان راېې ورکړلی چې د دفاع وزېر رحېم وردگ او دکورنېو چارو وزېر بسم الله محمدی دی په وظېفه کې دناکامۍ له امله چې هېواد ته ېې امنېت راونه وستلی شواو جگپوړه چارواکي ېې ونه ساتلی شول، له کار نه گوښه کړی شی.
خبری رسنۍ دافغان چارواکېو له قوله لېکی چې تمه ده ښاغلی کرزی به بسم الله خان محمد ی دنوي دفاع وزېر په توگه ونوموی. او دکورنېو چارودوزارت مرستېال مشتبی پتنگ به دکورنېو چارو نوی وزېر سی. عبدالله خالد دقومونو او قباېلو د چارو وزېر به د ملی امنېت د رئېس په توگه وټاکل شی