د لاس رسي وړ اتصالات

د نوبل د سولې جایزه اروپا او د ادبیاتو جایزه چین واخیسته


اروپايي اتحاد د ۲۰۱۲ کال د نوبل د سولې جایزه اروپايي اتحاد ته ورکړه. د ناروې په پلازمېنې اوسلو کې د نوبل کمېټې نن د جمعې په ورځ دغه معتبره جایزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان کړه.

نوموړې کمېټې وویل چې اروپايي اتحاد د ۶ لسیزو راهیسې په اروپا کې د سولې د پرمختګ، بیا پخلاینې، ولسواکۍ او بشري حقوقو لپاره هلې ځلې کړي دي.


کمېټې زیاته کړه چې سره له دې چې اوس اروپا د یوه سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان ده خو کمېټې د اورپا پر هغه نقش باندي تمرکز وکړ او جایزه یې ورکړه چې په تیره څو لسیزو کې یې لوبولی دی او اروپا یې د جګړې د قارې نه د سولې په قارې بدله کړې ده.

د ناروې حکومتي رسنۍ د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکي له اعلان نه یو ساعت مخکي ریپوټ خپور کړ چې د نوبل کمېټې پنځو سره غړو پریکړه په اکثریت د آراوو نیولې ده.


په عین حال کې د چین د نوبل د جایزې وړونکی مو یان وايي چې هیله لري د ۲۰۱۰ کال د سولې د جایزې وړونکی لیو زیاوبا د زندان څخه ژر تر ژره آزاد شي..
ښاغلي مو لومړنی چینايي تبعه وو چې پرون د پنجشنبې په ورځ یې د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله. پر هغه باندي انتقاد وشو چې د لیو پر ضد د ناوړه چلند په هکله یې غبرګون ونه ښودی چې د چین حکومت یې د هغه پرضد کوي.


خو ښاغلي مو په خپل پلرني ښار شانډنګ ولایت کې د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هیله لري ښاغلی لیو د چین د حکومت له خوا د بند څخه آزاد شي.

د مو تبصرې ښايي د چین د حکومت لپاره شرمونکی وي ځکه چین دغه ۵۷ کلن چینیايي لیکوال د هغه د جایزې په خاطر وستایه.


د چین حکومت د لیو برعکس د مو د جایزې په خاطر خوښی څرګنده کړه. لیو اوس ۱۱ کاله کېږي چې په بند شپې سباح کوي. هغه وروسته له هغه نه بندي کړل شو چې په خپل هیواد کې یې د یوه ګوندي سیستم ختمېدل غوښتل.
XS
SM
MD
LG