د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي منشي: پاکستان باید د افغانستان په باثباته کولو کې ګټور رول ولوبوي.


د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ راسموسن
د ناټو عمومي منشي وايي چې پاکستان باید په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مثبت رول ولوبوي.

اندرس فاغ راسموسن زیاته کړې ده چې که چیري نړیوال غواړي چې په افغانستان کې د اوږد مهال لپاره سوله او ثبات تامین وي نو پکار ده چې د افغانستان د موضوع په اړه د پاکستان په شمول د افغانستان د ګاونډي هیوادونو سره همکاري او ګټورې اړیکې ولري.

د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ راسموسن دغه خبره نن په بروسل کې خبریالانو ته کړې ده. په بروسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دغه غونډه کې د افغانستان نه د دغه سازمان د ځواکونو د وتلو په اړه هم خبرې کیږي.

دغه سازمان به په دې هم کار وکړي چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته د افغان ځواکونو سره څه ډول خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د چهارشنبې په ورځ به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کیري د هغه غونډې کوربه وي چې د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی او د پاکستان لوړرتبه چارواکي به پکښې ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG