د لاس رسي وړ اتصالات

په پنجشیر کی طالبانو ځانمرګی بریدونه کړی


ارشیف
د پنجشیر ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چی د چهارشنبی په سهار د دریو بجو په شاوخوا کی ۷ ځانمرګی برید کوونکو د پنجشیر ولایت په ودانی ډله ایزه برید وکړه چی د ولایت د ساتوونکو د کلک مقاومت سره مخ شو.

جنرال جنګل باغ وویل چی لمړی یو برید کوونکی د ولایت په لمړی قراول کی خپل ځان والوزوه او د هغی پاتی ملګرو ودانی ته دننوتلو هڅه وکړه خو هغوی په دوهم قراول کی د ولایت امنیتی ساتونکو تر برید لاندی راغلل چی د نیم ساعت په جګړی کی د هغوی پنځه تنه نور هم ووژل شول او شپږم پاتی برید کوونکی د ولایت ودانی په دری کیلو متری کی د غره په لوره وتښتیده.

جنرال جنګل باغ وویل چی دا برید کوونکی هم د پولیسو له خوا د ټپی کیدلو وروسته ځان پوری تړلی چاودیدوکنی مواد وچوول او ووژل شو.

طالبانو ددی برید مسوولیت په غاړه اخستی دی . د طالبانو یو ویاند قاری یوشف احمدی رسنیو ته په استولی پیغام کی ادعا کړی چی په برید کی یی ۴۳ افغان او ۱۲ بهرنی عسکر وژلی دی .

خو د پنجشیر ولایتی امنیتی چارواکو د احمدی ادعا بی اساسه بللی ده.


د پنجشیر ولایت د افغانستان د نسبتآ ارامو ولایتونو په ډله کی شمیرل کیږی.
XS
SM
MD
LG