د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې د حکومت خلاف لویه مظاهره شوې ده


امریکايي سناتور جان مکېن مظاهره کوونکو ته ډاډ ورکړ چې امریکا به د دوی ملاټر ته ادامه ورکوي
امریکايي سناتور جان مکېن مظاهره کوونکو ته ډاډ ورکړ چې امریکا به د دوی ملاټر ته ادامه ورکوي
د اوکراین په مرکز کیف کې د یکشنبې په ورځ د ولسمشر ویکتور یانکوویچ په خلاف لویه مظاهره شوې ده. په دغه مظاهرې کې شاووخوا دوه لکو کسانو برخه اخیستې وه.

بل پلو ته، د اروپايي اتحادیې اعلان کړی دی چې تر هغو به د اوکراین د اوسني حکومت سره خبرې ځنډوي

څو دقیقې مخکې له دې نه چې مظاهره پیل شي، د اروپايي اتحادیې د پراخولو مشر، ستیفن فیولي د ټویټر له لارې وویل چې اروپايي اتحادیه د اوکراین سره خبرې ځنډوي. هغه زیاته کړه چې اروپايي اتحادیه د ښاغلي یانکوویچ څخه پخه ژمنه غواړي چې حکومت یې د خبرواترو په اړه جدي دی.

ښاغلی یوونکویچ به د سې شنبې په ورځ مسکو ته ولاړ شي. هغه به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره وګوري او مظاهرو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

بل پلو ته، اوکرایني مظاهره کوونکو ته امریکايي سناتور جان مکېن ډاډ ورکړی چې امریکا به د دوی ملاټر ته ادامه ورکوي.

ښاغلي مکېن دا ګواښ هم کړی دی چې که اوکرایني چارواکي د مظاهرو د ځپلو لپاره د ډیر زور نه کار واخلي نو امریکا به په اوکراین باندې د بندیزونو په لګولو غور وکړي.

امریکايي سناتور جان مکېن د یکشنبې په ورځ د اوکراین د حکومت له چاروکو او مخالفینو سره وکتل. هغه داسې مهال اوکراین ته تللی چې مخالفینو پلان درلود چې د حکومت خلاف لویه مظاهره وکړي.

ښاغلي مکېن د حکومت له مخالفینو سره خپل ملاټر څرګند کړ. مخالفینو درېیو اوونیو راهیسې د اوکراین په مرکز کیف کې د دغه ښار اصلي څلورلاره نیولې ده او مظاهرو ته یې ادامه ورکړې ده.

سناتور جان مکېن وویل: «زه د هغه څه په خاطر چې د اوکراین خلک یی تر سره کوي ویاړم. دوی کولای شي په دې ډول په خپل هیواد کې ډیموکراسي اعاده کړي.»

د سترو اعتراضونو څخه یوه ورځ مخکې، چی د ویکتور یانکوویچ د مخالفینو او طرفدارانو له خوا یې غږ شوی، پرون د اعتراض کوونکو روحیه ښه وه.

دې مظاهرو تیره میاشت د جمهوری ریاست د یو تصمیم پر ضد چې له اورپایي ټولنې سره یې د سوداگرۍ له یوې معاملې نه ډډه وکړه زور واخیست. د کیف چارواکي وایي چې د دې پر ځای به دوی دې ته پاملرنه وکړي چې له روسیې سره اقتصادي اړیکې جوړي او پیاوړي کړي.

د مخالفینو مشر ارسینی یتسنوک (Arseniy Yatsenyuk) په مسکو باندې نیوکه کوي او وایي: «زمونږ روسې گاونډیان فشار راوړي او له دې فشار سره دوی له اوکراین نه تمه لري چې حتی د تړون له لاسلیک کولو نه پرته په گمرکي اتحادیه کې شامل شي؛ او د دې هدف تر لاسه کیدو لار په کیف کی په وینو تویدو سره تر لاسه کیږی.»

مسکو په مستقیم ډول د مکېن د دې سفر په هکله څه نه دې ویلي، خو د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرگی لاوروف د شنبې په ورځ ویلي چی لویدیځو حکومتونو د مسکو لور ته د اوکراین د تمایل په هکله، د هغه په وینا، واقعیت بیني له لاسه ورکړې ده.
XS
SM
MD
LG