د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: په ادارو کې فساد خلک کړوي


ډارګوکاس وايي، کمیټې په لویه کچه پرمختیايي قراردادونه هم څېړلي دي
ډارګوکاس وايي، کمیټې په لویه کچه پرمختیايي قراردادونه هم څېړلي دي
د اداري فساد سره د مبارزې د څېړنې او څارنې ګډه خپلواکه کمېټه وايي چې د لوړو زده کړو، د ملکي ادارې په ګمارنو، راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو په ویشلو او تقاعد ته د سوق په پروسې کې په پراخه کچه فساد شته دی.

دوی وایي چې په همدې ادارو کې خلک له سختو ستونزو او کړاو سره مخامخ دي.

دا کمیټه چې په ۲۰۱۰ کال کې د لندن له کنفرانس وروسته د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا د نړیوالو مرستو د څارنې په تړاوو جوړه شوې ده وايي، د کډوالو لپاره د ښارګوټو په ویش کې لوی غصب شوی او په واقعي ډول مستحق کډوالو ته د ځمکو نمرې ندي ورکړل شوي.

دا کمېټه چې درې افغان او درې بهرني غړي لري وايي، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د شتون څخه دیارلس کاله وروسته لا هم د افغان حکومت په ادارو کې بیروکراسي حاکمه ده.

دوی وایي د ملکي ادارې قوانین نه دي ساده شوي او د یوې وړې دندې لپاره یو کس اړ دی چې تز یو سلو شپېتو پورې لاسلیکونه واخلي.

ددې کمېټې رئيس ډارګوکاس وايي، دوی په لویه کچه د پرمختیايي قراردادونو په هکله هم څېړنې کړي دي.

په ادارو کې فساد خلک کړوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

دې کمېټې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې هر غړی یې تر لسو زرو ډالرو زیات معاش اخلي او کار یې چندان محسوس ندی.

دوی وايي د اداري فساد په له منځه وړلو کې لاسته راوړنې لري.
XS
SM
MD
LG