د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په پاکستان کې د اوبو د بند پر جوړولو اعتراض کړی


د افغانستان د امنیت شورا په خپلې عمومې غونډه کې د دغه بند د جوړولو له کبله د اندېښنې پر څرګندولو سربېره، له نړیوال بانک او نورو نړیوالو مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتي چې لږ تر لږه د اوس لپاره له پاکستان سره د دغه بند په جوړولو کې مرسته ونکړي.

د برېښنا د تولید دغه جوړېدونکی بند چې داسو نومیږي د خیبر پښتونخوا په شمال ختیځو غرنیو سیمو کې جوړیږي چې د کابل سیند پر ورتلونکو اوبو سربېره، د اباسین د اوبو مخه هم ورباندې ده .

پاکستان چې دا مهال د برېښنا او انرژۍ له سخت کموالي سره مخامخ دی، غواړي چې د داسو بند په جوړولو سره تر یوه اندازې دغو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي .

دغه بند چې ښايي ۴۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي، رغنېزې چارې به یې لږ تر لږه ۲۶ کاله وخت ونیسي، پر بند شاوخوا اووه میلیارده ډالره لګښت راځي چې پاکستان یې سمه نیمايي برخه مرسته له نړیوالو غواړي او نړیوال بانک یې یوازې د ۷۰۰ میلیونه ډالرو ورکړې ټټر وهلی دی.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي پاکستان باید د دغه بند د جوړولو لپاره کابل مخکې له مخکې خبر کړی وای چې دغه کار یې نه دی کړی. د اوبو د نړیوالو قوانینو له مخې د دوو هېوادونو ترمنځ له ګډو اوبو څخه کاراخیستنه باید د دواړو خواوو پر مشورې وشي، ځکه که یو مهال د اوبو د وېش اړتیا پېدا کیږي د هر چا به خپله – خپله برخه معلومه وي.

افغان حکومت هغه مهال د پاکستان له دغې پروژې خبر شو چې نړیوال بانک له کابله په دې اړه د نظر غوښتنه وکړه. افغان حکومت له نړیوال بانک څخه غوښتنه کړې ده چې په دې اړه دې د کابل- اسلام اباد ترمنځ تر رسمي پرېکړې پورې دې له دغې پروژې سره مرسته ونکړي. په پام کې ده چې افغان حکومت خپله اندېښنه په رسمي ډول نړیوال بانک ته هم څرګنده کړي .

د ارک په یوې مطبوعاتي اعلاميي کې راغلي دي ( د کابل- اندوس سېندونو پرسر د داسو بند جوړول ښايي افغانستان ته چې اوبه یې مخامخ دغه بند ته ورتوییږي،جدي زیان واړوي.)
خو د جدي زیان د اړولو وضاحت ورکړل شوی نه دی .تراوسه اسلام اباد د کابل د دغه اعتراض په اړه په رسمي ډول څه ویلي نه دي.

افغانستان له لسګونو کلونو راهېسې له پاکستان او ایران سره د اوبو پر سر ځېنې لانجې ګونجې لري چې تر ډېره ناحل پاتې دي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG