د لاس رسي وړ اتصالات

د ثور اومه او اتمه دوه سره نښتې تاریخي ورځې


د ثور د اومی د قربانیانو د کورنیو د غړو یوه غونډه
د ثور د اومی د قربانیانو د کورنیو د غړو یوه غونډه
د ثور په اتمه ۲۲ کاله وړاندې په همدې ورځ د ډاکټر نجیب الله رژیم ړنګ او د هغه د حکومت یو شمیر عالي رتبه چارواکو چې مشري یې د وخت د رژیم د جمهور رئیس مرستیال ډاکټر عبدالواحد سرابي کوله په کابل کې واک د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدینو یوې ۶۰ کسیزې شورا ته وسپاره.

د واک د سپارلودمخه داحمد شاه مسعود او د ګلبدین حکمتیار د پلوي ځواکونو ترمنځ په کابل کې سختې نښتې شوې وې دغو جګړو د بهرنیو چارو په وزارت کې د واک د سپارلو په مراسمو هم اغیزه لرله ،په دې مراسموکې د ټولو پخوانیو مجاهدینود ډلواستازو ګډون نه وو کړی.

په کابل کې د پخوانیو مجاهدینود ډلو ترمنځ جګړې د ثور په پنځمه پیل شوې چې لړۍ یې ژر نورو ولایتونو ته هم وغزیدله د ۱۳۷۱ کال د ثور په میاشت کې ډیر ښارونه د احمد شاه مسعود پلوو ځواکونو ته په لاس ورغلل یو شمیرنورد ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب پلوي ځواکونو په خپله ولکه کې واخیستل او یو شمیر نور بیا د پخوانیو مجاهدینو د ډلو یو شمیر هغوقواندانانو لاس ته ورغلل چې تر یوه بریده یې په خپلواکه توکه عمل کوه.

د ثور په پنځمه په کابل کې د پخوانیو مجاهدینو ډلو ترمنځ پیل شوو جګړو د اوږدو کلونولپاره دوام وموند چې په ترڅ کې د کابل ښار زیاته برخه ونړیدله او په زرګونو ملکي کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړه.

پخوانیو مجاهدینو د ډلو ترمنځ جګړې په ۱۳۷۵کې کابل ته د طالبانو د لښکرو په ورننوتلو پای ته ورسیدلې خو جګړې په بشپړه توکه ختمې نشوې او د طالبانو او د پخوانیو مجاهدینو د یو وتلي قوماندان احمدشاه مسعود ترمنځ دا جګړې تر ۱۳۸۰ کال پورې روانې وې چې بیا د پخوانیو مجاهدینو ډلو په ځای جګړې د طالبانو او امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ترمنځ پیل شوې چې لړۍ لاهم روانه ده.

د واک په سر جګړې

داچې ولې پخواني مجاهدین په خپلو کې په جګړو کې ښکیل شول په دغو جګړو کې ښکیل اړخونه ورته جلا جلا دلیلونه لري او هر اړخ د جګړې د دوام پړه په مقابل لوري اچوي او وایي چې بهرنیانو په ځانکړي ډول د افغانستان ګاونډیانو واک ته د خپل لاسپوڅو د رسولو لپاره دغه جګړې تمویلولې.

د افغانستان د جمیعت اسلامي د ګوند یو عالي رتبه چارواکی محمد نسیم فقیري وایې چې پخپله د حد نه زیات د مجاهدینو استقلالیت هم ددې سبب شو چې بهرنیان په ځانکړي ډول ګاونډیان په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت مخه ونیسي.

ښاغلي فقیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل « تر ټولو لوی عامل یې د مجاهدینو استقلالیت وو، هغو بهرنیوهیوادونو چې غوښتل یې دلته ثبات ټینګ نه شي په سیاسي مسلو کې د هغوی لاس لرل ووچې ددغو ستونزو سبب شو.»

فقیري وایي چې د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ړنګیدلو وروسته د استاد برهان الدین برباني په مشرۍ حکومت چې په پاکستان کې د مجاهدینو د ډلو ترمنځ د خبرو په نتیجه کې جوړ شوي وو یو مشروع حکومت وو او دغه حکومت د ستونزو سبب نه وو.

د فغانستان د جمیعت اسلامي د ګوند دغه چارواکی وايي چې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار چې د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ړنګیدلو وروسته یې په کابل کې په خپل منځي جګړو کې برخه لرله، د افغانستان د پخواني جمهور رئیس استاد برهان الدین رباني په مشرۍ د حکومت په وروستیو کې د صدراعظم په توګه دغه حکومت سره یو ځای شو خو د فقیري په وینا هغه دا کار ډیر ناوخته وکړ او دا ځکه چې طالبان د کابل په دروازو کې ولاړ وو.

د سیاسي چارو یو کارپوه فضل هادي وزین چې له نږدې نه یې د هغه وخت حالات څارلي هم وایي چې د پخوانیو مجاهدینو ترمنځ د کورنیو جګړو یو علت د بهرنیانو په تیره د ګاونډیانو لاس وهنه،او بل علت یې د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ړنګیدلو دمخه د سیاسي واک ترلاسه کولوپه سر د پخوانیو مجاهدینو د ډلو ترمنځ د یو ګډ دریځ نشتوالې وو.

ښاغلی وزین وایي « مجاهدینو په کابل کې د سیاسي واک ترلاسه کولو لپاره سیاسي او نظامي وحدت نه لره، د سیاسي او نظامي وحدت نه شتون چې د جګړو د مخنیوې لپاره ضرور وه له بده مرغه نه وو، د همدې له امله مجاهدین پرته دمخه ترتیب شوی کوم پروګرام له مخې چې د یو رژیم نه بل رژیم ته د واک اخستلو ته چمتوالې ولري د یو او بل اړخ نه کابل ته ننوتل.»

فضل هادي وزین امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې لودیځو هیوادونوهم افغانان ځانته پریښودل او هم د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوندعالي رتبه غړو د افغانستان په لانجه کې د ښکیلو خوا سره په جلا جلا توګه اړیکې ونیولې چې ورسره د پخوانیو مجاهدینو د ډلو ترمنځ ستونزې لا پراخه شوې.

زیات شمیر افغان کارپوهان د ثور اتمه د ثور د اومي زیږنده ګڼي او وایي چې که د ثور په اومه د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند د سردار داود خان رژیم نه وی رانسکور کړی نو د ثور اتمه اود دغې ورځې راوروسته حالات به نه و پیښ شوي.

یو شمیر افغانان د ثور اومه او اتمه د افغانستان په تاریخ کې د تورو ورځو په توګه ګڼي او وایي چې په تیرو څه دپاڅه دریو لسیزو کې ددغو دواړو ورځو افغانانو ته د مصیبت پرته بل څه نه دي ورکړي.
XS
SM
MD
LG