د لاس رسي وړ اتصالات

سفما:د افغان ښځینه فعالینو قاتلینو ته دې سزا ورکړل شي


په افغانستان کې د جنوبي آسیا د آزادو رسنیو ټولنې سپما غونډه
په افغانستان کې د جنوبي آسیا د آزادو رسنیو ټولنې سپما غونډه
په افغانستان کې د جنوبي آسیا د آزادو رسنیو ټولنې سفما د افغان ښځینه ژورنالیستانو په وضعیت اندیښه څرګنده کړې او وايي چې په تیرو څه باندې لسو کلنو کې یو شمیر ښځینه ژورنالیستانې د خپلو مسلکي فعالیتونو له وجې وژل شوي دي.

په هغې غونډه کې چې د شنبې په ورځ د سویلي آسیا د آزادو رسنیو د ټولنې سفما د افغانستان د څانګې او د دریم نسل په نوم د مدني‌ ټولنې لخوا جوړه شوې وه، د تیرې یوې لسیزې د وژل شویو میرمنو په تیره د ښځینه ژورنالیستانو وژنکو ته د سزا او د عدالت د پلي کیدو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې ددې ټولنې مشر ضیا بومیا وايي چې په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ هیڅ قانون د ژورنالیستانو مصونیت تضمین کړی نه دی او نه هم د قانون پلي کولو ارګانونه خپل مکلفیت ته ژمن دې.

ښاغلی بومیا وايي‌ “ له راتلونکي حکومت نه مو غوښتنه داده چې باید د وژل شویو ژورنالیستانو په تیره د ښځینه ژورنالیستانو دوسیې وڅیړل شي او عدالت ټینګ کړای شي”.

د مدني‌ ټولنې یو شمیر غړي وايي چې لا اوس هم د ښځینه ژورلستانو پروړاندې ستونزې شته او د نارینه وو په پرتله ښځینه خبریالانو ته د خبریالۍ پرمهال کم معلومات په واک کې ورکول کیږي.

د دریم نسل په نوم د مدني‌ ټولنې مشر رحیم رامع وايي چې په تیرو لسو کلنو کې یو شمیر ښځینه افغان میرمنې چې په بیلابیلو برخو کې یې کارونه کول په جلا جلا پیښو کې وژل شوي دي.

ښاغلی رامع وايي “باید لاسونه سره یو کړو ترڅو وکولای شو ددغه راز ظلمونو مخه ونیسو او د عدالت د ټینګیدو لپاره ټینګ ګامونه پورته کړو”.

شکیبا څانګه آماج، عاقله حکمت،‌بلقیس مظلومیار، حنیفه آصفي، حمیده برمکي، ملالۍ کاکړ،‌ صفیه عمه جان،‌ ستاره اڅکزۍ، سایمه اکاخیل او ذکیه ذکي له هغو میرمنو څخه دي چې په تیرو لسو کلنو کې وژل شوې دي.

د مدني‌ ټولنې غړي‌ ادعا کوي‌ چې د ښځو له مطبوعاتي هڅو او کارونو څخه لکه څنګه چې لازمه ده ، ستاینه نه کیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معینه سمین غزل حسن زاده وايي چې د تیرو څه باندې لسو کلنو په پیل کې ښځینه خبریالانو په پراخه کچه مطبوعاتو ته مخه کړې، خو په افغانستان کې د دودیزو او امنیتي ستونزو له کبله د دوی ونډه کمه شوې ده.

میرمن حسن زاده وايي “ ښځینه ژورنالیستانو د خپلو خلکو او ټولنې پروړاندې خپل مسولیت ادا کړی دی چې نن د لسو ښځو نومونه په خپل تاریخ کې په غم سره لیکلي دي.

ددغې غونډې ګډون والو د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانستان ټولو وګړو ته په تیره ښځو ته د کار او له هر راز تاوتریخوالي لیرې چاپیریال رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG