د بې پولې خبریالانو سازمان نن جمعه ډسمبر پنځمه په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پاکستان په روان ۲۰۲۵ کال کې ۲۰ هغه افغان خبریالان بېرته افغانستان ته شړلي، چې د طالبانو له ویرې پاکستان ته تښتېدلي وو.
دغه سازمان وايي چې په تبعید کې لسګونه افغان خبریالان له پاکستان څخه د شړل کېدو له خطر سره مخامخ دي او پاکستان ورته ویزې هم نه تمدیدوي.
د دغه سازمان په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د پاکستان له حکومت څخه د پرلپسې غوښتنو سره سره بیا هم دا هېواد افغان خبریالان شړي. دې سازمان ته ځینو افغان خبریالانو، چې اوس په پاکستان کې دي او بل هېواد ته د ورتګ لپاره منتظر دي، ویلي چې په ویرې او ترهې کې ژوند کوي.
دوی د امنیتي ملحوظاتو له کبله د دغو خبریالانو اصلي نومونه نه دي خپاره کړي. یو خبریال ورته ویلي دي: «موږ په سختې ویرې کې ژوند کوو چې وبه نیول شو او وبه شړل شو. پولیس څو ځلې زموږ کور ته راغلل او موږ ته یې وویل چې افغانستان ته ولاړ شو. زه یې هم څو ځلې په مارکیټ کې درولی یم او بیا مې بډې ورکړې او بېرته یې خوشې کړی یم. زما ښځه او لور یې هم زموږ په کور کې او زما په غیاب کې نیولې وې، خو خوشبختانه څو ساعته وروسته یې بېرته خوشې کړې. زه په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره ویزه نه لرم. څو ځلې مې غوښتنلیک وسپاره خو ټول یې رد شول او د ویزو د تمدید پروسه هم ځنډول شوې. زما مېرمنه ناروغه ده، خو د پاکستان له ویزې پرته یې ډاکټر ته نه شم بیولای. زه او زما کورنۍ ډېر بد اغیزمن شوي یو. زه له ۲۰۲۴ کال راهېسې منتظر یم چې په یو سفارت کې مرکه وکړم چې بل ځای کې ځای په ځای شو. دا وضعیت هر انسان ته ستړی کوونکی دی. هره شېبه په ډار او نا څرګند حالت کې تېرېږي. که یې زه بېرته وشړلم، زما ژوند به په خطر کې وي، طالبان به په ما رحم ونه کړي. زه اوس د یوې رسنۍ سره کار کوم چې طالبان یې دښمنه رسنۍ بولي...»
د جنوبي اسیا لپاره د بې پولې خبریالانو سازمان مشره سیلیا میرسیر وايي په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت ښه نه دی.
هغې په اعلامیې کې ویلی دي: «د طالبانو له تعقیب څخه له تښتېدو وروسته اوس دا نارینه او ښځې [خبریالان] هره ورځ د خودسرانه توقیف او شړل کېدو له ګواښونو سره مخامخ دي، چې دا په ښکاره د نه جبري شړلو د اصل څخه سرغړونه ده- د نړیوال قانون بنسټ. د رسنیو دا مسلکي خلک، چې د خپل سر د ساتلو لپاره له افغانستان څخه تښتېدلي، اوس د پاکستان حکومت له لوري مجرم ګڼل کېږي. د بې پولې خبریالانو سازمان یو ځل بیا د پاکستان په مقاماتو غږ کوي، چې د شړلو دا لړۍ سمدستي بنده کړې او دغو خبریالانو ته، چې مجبور شوي په تبعید کې ژوند وکړي، د ویزو د تمدید پروسه پیل کړي. موږ همدغه راز له نړیوالې ټولنې غواړو چې په درېیم هېواد کې د دوی د ځای په ځای کولو لپاره خوندي او حقوقي لارې پرانیزي.»
دا سازمان وايي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لا د دوی غوښتنو ته کوم ځواب نه دی ورکړی.
تر دې مخکې د خبریالانو د حفاظت د کمېټې په ګډون د ژورنالستانو ۱۵ ټولنو یو ایتلاف، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي وو، چې د افغان خبریالانو اېستل دې سمدستې ودروي. دغه ایتلاف وایي، هغه خبریالان، چې له طالبانو څخه تښتېدلي، له «لویو خطرونو» سره مخامخ دي.
په دې ایتلاف کې شاملو ټولنو د روان کال د مۍ په میاشت کې په یوې ګډې اعلامیې کې له پاکستان څخه غوښتي وو چې «د ناقانونه بهرنيانو د اخرج پروګرام» ودروي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې دا پروګرام پیل کړ چې په اساس یې تراوسه په لسګونه زره افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، زرګونه خبریالان د طالبانو له ویرې وتښتېدل او وايي چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک تر لاسه کړ او په رسنیو یې کلک محدودیتونه ولګول. د بې پولې خبریالانو د سازمان د یو راپور له مخې، د طالبانو د بندیزونو په اساس، په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو کار بند کړی او زرګونه خبریالانو یا دندې پرېښې او یا یې له لاسه ورکړې دي. همدارنګه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
فورم \ دبحث خونه