د لاس رسي وړ اتصالات

د هالنډ د صدراعظم او د روسیې د ولسمشر جدي خبري


د هالینډ صدراعظم مارک رټ ویلي دي چي ده د شنبې په ورځ د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره په ټلیفون کي ډیري سختي خبري کړي او ورته ویلي یې دي چي د اوکراین په بېلتون غوښتونکو باندي دي فشار زیات کړي چي هغوی په اوکراین کي د مالیزیا د راغورځول شوي الوتکي د تحقیقاتو سره مرسته وکړي.

ښاغلي رټ وویل چي ده ښاغلي پوتین ته وویل چي « ته باید نړۍ ته هغه څه وښی چي د مرستي کولو نیت دی کړی.»

د راغورځول شوي الوتکي د ٢٩٨ سپرلیو او عملې د غړو تر نیمایي زیات یې هالینډیان وو.

ښاغلي رټ وویل چي ده د هغو تصویرونو په لیدو سره ټکان وخوړ چي یاغیان د وژل شوو خلکو شیان را غونډوي او د پېښي د ځای په شاوخوا کي گرځي راگرځي.

له بلي خوا د

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي چي امریکا له دې کبله

« سخته اندېښمنه ده» چي د مالیزیا د راغورځول شوي الوتکي د وژل شوو سپرلیو د مړو ټوټې او د الوتکي ټوټې پارچې د هغه ځای نه را ټولي شوي دي چي دغه الوتکه په ختیځ یوکراین کي راولویده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چي کیري پرون د شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرگي لاوروف سره په تلیفون کي خبري وکړې. هغه لاوروف ته وویل چي دی له دې کبله هم اندېښمن دی چي اروپایي تحقیق کونکو ته اجازه نه ده ورکړه شوې چي د پېښي ځای ته ورشي.

ښاغلي کیري د روسیې نه یو ځل بیا وغوښتل چي په ختیځ یوکراین کي د روسیې طرفدارو بېلتون غوښتونکو ته دي د وسلو او جنگیالیو د بهیرونو د مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وکړي.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس وایي چي لاوروف موافقه وکړه چي ټول فزیکي شواهد به چي د الوتکي د ثبت د تور بکس آله به هم په کي شامله وي تحقیق کونکو ته وسپارل شي.

د اوکراین جمهور رئیس پیټرپوشینکو چارواکو ته ددې تضمین ورکړ چي د اوکراین حکومت به د امکان تر حده هرڅه وکړي چي د نړۍ وال ملکي هوایي چلند د سازمان تر مشرۍ لاندي شفاف او څرگند تحقیقات وکړي.

د ژغورني کارکونکي د یوه قرباني شوی مړي د الوتکي د رالویدو د سیمي څخه راباسي
د ژغورني کارکونکي د یوه قرباني شوی مړي د الوتکي د رالویدو د سیمي څخه راباسي

له بلي خوا روسیې په دغي الوتکي باندي په حمله کې د لاس درلودلو څخه انکار کړی او موافقه یې کړې ده چي نړۍ والو تحقیقاتو ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG