د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د سولې خبرې له پاکستان سره دي٬ نه له طالبانو سره


جمهور رئیس حامد کرزی وایي چې چین په افغانستان کې د سولې په بهیر کې ډېر مهم رول لوبولی شي ځکه چې د هغه په وینا چین د افغانستان دوست دی او هم له پاکستان سره ‌ډېرې نږدې اړیکې لري.

د افغنستان د جمهوری ریاست مطبوعاتي دفتر وایي چې جمهور رئیس حامد کرزي تیر ماښام د افغانستان ل‍پاره د چین له ځانګړي استازي، سون یوشي، سره په ارګ کې د کتنې په وخت هغه ته ویلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خارجي عوامل دخیل دي او په هم دې دلیل په دې بهير کې د امریکا او پاکستان همکاري ډېره ضروري ده.

جمهور رئیس کرزي د چین او پاکستان ترمنځ نږدیو اړیکو ته په کتنې د چین دغه دیپلومات ته ویلي چې افغانستان ته د سولې په راوستلو کې پاکستان ډیر مهم رول درلودلی شي.

ارګ په یو خپور شوي بیان کې د جمهور رئیس کرزي له خولې ویلي "زموږ د سولې خبرې په واقعیت کې له پاکستان سره دي٬ نه له افغان طالبانو سره".

جمهور رئیس کرزي د چین له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پریکړه هم ستایلې ده او ویلي یې دي چې چین د افغانستان یو پیاوړی دوست او همسایه هېواد دی.

چین تیره اونۍ په لومړي ځل یو پوخ دیپلومات سون یوشي د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي په توکه وټاکه.

له چین څخه دمخه اکثرو سترو پرمختللو هیوادونو او هغو هیوادونو چې په افغانستان کې عسکر لري او یا هم د افغانستان د حالاتو سره لیوالتیا لري ددغه هیواد لپاره ځانکړي استازي ګمارلي دي.

د ښاغلي کرزي سره په کتنه کې ښاغلي یوشي هم ویلي چې افغانستان د چین لپاره ډېر مهم هېواد دی او چین په افغانستان کې د خپل نقش پیاوړي کول غواړي.

د ارگ په بیان کې د ښاغلي یوشي له قوله وویل شوي "موږ هیله لرو چې په افغانستان کې وسلې کمې او اقتصادي رفاه زیاته شي".

دواړو خواو په دې کتنه کې په نږدې راتلونکې کې په چین کې د افغانستان په هکله د اسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس د جوړیدلو په باب هم خبرې شوي او جمهور رئیس کرزي د چین دغه دیپلومات ته ویلي چې د افغانستان راتلونکی جمهور رئیس به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د چین او افغانستان اړیکې

افغانستان د چین سره د بدخشان ولایت په غرنیو برخو کې ګډ سرحد لري خو تر اوسه لا دا دواړه هیوادونه یو بل سره د ځمکې له لارې د تګ راتګ امکانات نلري.

د افغانستان د سیمه ایزو څیړنو د مرکز رئیس عبدالغفور لیوال وایي چې د چین پرمختللی اقتصاد د افغانستان خامو موادو ته اړتیا لري او هم چین د ختیځ ترکستان د مسلمانو میشتو ایالاتونو د ثبات لپاره د افغانستان مرستو ته هم اړتیا لري.

لیوال امریکا غږ ته وویل "د افغانستان په ملګرتوب کې چین کولی شي د یوغور میشتو جنګیالیو په وړاندې بهتره مدافعه وکړي".

لیوال چین ته د افغانستان اړتیا تر ډیره حده د پاکستان سره ددغه هیواد اړیکو ته په کتنې مهمه ګني او وایي چې چین کولی شي په پاکستان باندې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره مناسب فشارونه راوړلی شي.

ښاغلی لیوال د روان عیسوي کال تر پایه له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته په سیمه کې د اړیکو د توازن لپاره چین سره د افغانستان اړیکو پراخیدل خورا مهم ګني .

لیوال وایي " چین بهترین الټرنیټیف دی د غرب په وړاندې چې کیداې شي افغانستان په سیمه کې پرې تکیه وکړي".

اقتصادي همکاري

افغان سوداګرد پاکستان او ایران له لارې له چین سره راکړه ورکړه کوي. تیرکال د چین نه د افغانستان د وارداتو کچه د یو میلیارد ډالرو واوړیدله.

افغانستان سوداګر تمه لري چې سږکال به د چین نه افغانستان ته د چینایي مالونو د وارداتو کچه نوره هم زیاته شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي امریکا غږ ته وویل چې د چین سره د افغانستان اقتصادي اړیکې ډیرې مهمې دي ځکه چې د حافظي په وینا تر اوسه د افغانستان د کانونو په برخه کې دوه لویې قراردادونه چین سره شوي دي.

ښاغلی حافظي وایي "چین افغانستان لپاره خورا مهم دی تر اوسه په افغانستان کې دوو کانو د ایستلو په برخه کې ستره پانګونه چین کړې ده چې هریو یې د اتو میلیاردو ډالرو نه زیات ارزښت لري".

هم ښاغلی لیوال او هم ښاغلی حافظي وایي چې چین او افغانستان یو لړ اړتیاوې لري چې دا دواړه هیوادونه یو بل ته سره نږدې کولی شي.

XS
SM
MD
LG