د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جګړې قربانیان عدالت ته لاس رسی نه لري


ارشیف
ارشیف

د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي، چې زرګونه افغان غیری نظامي وګړي د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې تباه شوي، خو امریکا او ناټو دغو قربانیانو ته د عدالت پهبرابرولو کې ناکام شوي دي.

په لندن کې میشت د بخښنې نړیوال سازمان چې د بشري حقونو نړیواله اداره ده، په یو بې سارې راپور کې په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه پدې ناکام ګڼلي، چې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې قربانیانو ته یې عدالت ته لاس رسي نده برابره کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان، چې د ۲۰۰۹ - ۲۰۱۳ کلونو په منځ کې د نړیوالو ځواکونو د نظامي عملیاتو په تړاو ۱۰۸ مخه راپور جوړ کړی او د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې خپور کړ، ویلي چې پدې موده کې ۱۴۰ افغان ملګي وګړي چې امیدواره مېرمنې او ۵۰ ماشومان پکې شامل دي وژل شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د آسیا پسفیک د څانګې مشر ریچارد بینیت وویل ‪"‬ د ۱۴۰ ملکي وګړو د وژنې هیڅ یوه پېښه هم چې مونږ څېړلې، د امریکا د پوځ له خوا نده تعقیب شوې، داسې ثبوتونه چې د اټکل له مخې جنګي جرمونه او غیری قانوني وژنې ثابتوي، په ښکاره هیڅ پام ورته ندی شوی. ‪"‬

د بخښنې نړیوال سازمان، د ملکي تلفاتو په تړاوو د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس چې هر شپږ میاشتې وروسته یې خپروي، په استناد ویلي، چې د ۲۰۰۹ - ۲۰۱۳ کلونو په اوږدو کې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۸۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلی بینیت ویلي ‪"‬د اشغال له وخته په زرګونه افغانان د امریکايي ځواکونو له خوا وژل یا ټپي شوي دي، خو د قربانیانو کورنیو ډېر لږ دا موقع موندلې چې زیانونه یې جبران شي ‪"‬

د بخښنې د نړیوال سازمان دا راپور چې په تنده ژبه دی، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د دیارلس کلن جنګي ماموریت د پای ته رسېدو نه پنځه میاشتې مخکې خپریږي، خو له دې سره سره دغه سازمان افغان حکومت ته وړاندیز کړی، چې د امریکا له متحده ایالاتو او ناټو سره په امنیتي تړونونو کې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیانو شتون په ډاګه کوي، عدالت ته د قربانیانو د لاس رسي موضوع په جدي ډول مطرح کړي.

د مرګ ډله

له لسو پېښو چې د بخښنې نړیوال سازمان د هغو په تړاوو پلټنې کړي، د امریکا د پوځ قضائي سیستم د شپږو پېښو په اړه رسیده ګي کړې ده.

له دغو پېښو یوه پېښه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان په سویل کې د امریکايي نظامیانو د یوه ۱۲ کسیزه بلوک له خوا د ملکي وګړو وژنه ده.


دا بلوک چې د‪"‬ مرګ د ډلې ‪"‬ په نوم په رسنیو کې یاد شوی دی، د غیري نظامي وګړو د وژنې په جرم تر عدلي تعقیب لاندې نیول شوي او اووه غړي یې په مختلفو دورو کې په زنداني کېدو محاکمه شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور په اساس د ۲۰۱۴ کال د جولاۍ په میاشت کې د مرګ د ډلې له محکومینو یوازې څلور غړي یې په زندان کې وو.

د بخښنې نړیوال سازمان دا ډول ویلي، چې د امریکا د پوځ عدلي او قضائي سیستم د ملکي وګړو د تلفاتو په تړاوو روڼتیا نه لري او د قربانیانو ونډه بې رنګه ده.

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هکله په کراتو تاکید کړی دی، امریکايي او د ناټو ځواکونو په ډېرو مواردو کې د قربانیانو وارثینو ته د نغدي مرستو خبر هم ورکړی دی.

د عدلي تعقیب بېلګې هم وجود لري، یوه بېلګه د رابرت بېلز ده، رابرت بېلز د ټول عمر په زندان محکوم شو، هغه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې شپاړس ولسي وګړي وژلي وو.

له ۴۴ تر یوه فیصده

د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د ۲۰۰۹ کال له پیله د ۲۰۱۴ کال تر پایه لږ تر لږه ۱۵۶۲۸ غیری نظامي افغانان په وسله والو جګړو او نورو امنیتي پېښو کې وژل شوي او په زرګونو نور ټپي شوي دي.

که څه هم د ملګي وګړو د تلفاتو ګراف تل مخ په لوړه وو، ولې په وروستیو څو کلونو کې د نړیوالو ځواکونو له اړخه د ملي تلفاتو کچه د پام وړ راکمه شوې ده.

په ۲۰۰۷ میلادي کال کې ، ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي وو، چې نړیوال ځواکونه او د افغان دولت پلوي امنیتي قواووې د ملکي مرګ ژوبلې ۴۴ په سلو کې لامل دي.

خو همدغه سازمان د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په اړه په راپور کې بیا وویل، چې نړیوال ځواکونه د ملکي تلفاتو د یوازې یوه په سلو کې د ۱۵۶۴ مواردو نه لامل ګرځېدلي دي.

دې معادلې د طالبانو په پرتله معکوس مسیر طی کړی دی، دا مهال د طالبانو ډله د ملکي تلفاتو ۷۷ په سلو کې په افغانستان کې په لامل کېدو متهمه پېژندل کیږي.

د افغان حکومت غبرګون

بل لورته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د بخښنې د نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنشنل ) له پلاوي سره ددغه راپور له خپرېدو مخکې کتلي او د بخښنې د نړیوالو سازمان د پلاوي مشرې پدغه کتنه کې ولسمشر کرزي ته د خپل راپور جزئیات اورولي دي.

ولسمشر کرزي د بخښنې د نړیوال سازمان له پلاوي مننه کړې، چې پدې مهمه موضوع پلټنه کړې ده او د ملکي تلفاتو موضوع یې له امریکا سره د اختلاف اصلي موضوع ګڼلې ده.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د بخښنې د نړیوال سازمان پلاوي ته چې مشري یې ددغه سازمان غړې مېرمن نیکولا ډک ورټ کوي، ویلي چې دده اصلي تمرکز پر دې وو او دی چې ملکي تلفات رامنځته نه شي.

د ارګ اعلامیه وايي، د بخښنې د نړیوال سازمان د پلاوې مشرې ولسمشر کرزي ته ویلي، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له خوا په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو په باب د حساب ورکونې روحیه شتون نه لري.

XS
SM
MD
LG