د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی وایي مشارکت د واک د ویشلو مسله نه ده


Against a gray winter sky, volunteers use shovels atop a pile of sand as they help fill sandbags in St. Louis, Missouri, USA.
Against a gray winter sky, volunteers use shovels atop a pile of sand as they help fill sandbags in St. Louis, Missouri, USA.

د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید اشرف غني احمدزي ویلي دي چې که دې ټاکني وګټي خپل سیال کاندید سره به واک ونه ویشي.

ښاغلي احمدزي د سه شنبې په ورځ په کابل کې میشتو بهرنیو خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل چې دده او عبدالله عبدالله ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د جولای د ۱۲ نیټي موافقه په بشپړه توګه د واک د ویشلو په معنی نه ده.

ښاغلي احمدزي وویل " مشارکت د واک د ویشلو مسله نه ده".

ښاغلي احمدزي وویل چې شوې موافقه د اساسي قانون په رڼا کې شوې ده هغه وویل چې د موافقې له مخې به ګټونکی کاندید د فرمان له مخې د مقابل ټیم نه یو تن د اجرائیوي رئیس په توگه ټاکي.

همداشان ښاغلي احمدزي تیر ماښام په خپل کور کې د افغان رسنیو د مدیرانو سره په کتنه کې خبریالانو ته وویل چې که دی واک ته ورسیږي نو بیا به دډاکټر عبدالله عبدالله سره کښیني او د دواړو ټیمونو په کړنلارو به ورسره خبرې وکړي او د دواړو کړنلارو نه به هغه مسایل چې عملي کیدلی شي غوره او د یوې نوې کړنلارې په توګه به یې وړاندې کړي .

ښاغلي احمدزي وویل "ما او ډاکټر عبدالله دا پریکړه کړې چې خپل ځانونه به په ماضي کې نه بندوو بلکه به راتلونکې ته گورو چې د خلکو لپاره څه کولی شو"

ښاغلي احمدزي وویل چې پریکړه مو کړې چې یو دبل د حذف سیاست به شاته پریږدو.

ښاغلي احمدزي په دغه کتنه کې په افغانستان کې د رسنیو په رول ټینګار وکړ او وویل چې که چيرې واک ته ورسیږي حتی دې به هغه رسنئ په مادي لخاظ وهڅوي چې د فساد سره د مبارزې په په برخه کې څیړنیز رپوټونه برابر کړي.

ښاغلي احمدزي وویل "په ځان باندې د رسنیو د انتقاد زغم لرم خو په نورو د انتقاد لپاره باید د قانون د غوښتنو له مخې رسنئ عمل وکړي".

هغه وویل چې هڅه به وکړي چې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون واقعآ خپرونو په یوه عامه اداره لکه بې بې سي بدله کړي ".

اشرف غني احمدزي زیاته کړه چې که واک ته ورسیږې نو د ملي وحدت حکومت به یې خلکو ته ځواب ویونکی اوسي.

د رائیو د پلټنې د بهیر موقتي ځنډ

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د رایو د پلتنې د بهیر په سر د را پیدا شوي جنجال له امله نن د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا د رائیو د پلټنې بهر د ځنډ سره مخ شو چې یو ساعت وروسته بیا له سره پیل شو.

د رائیو د پلټنې بهیر نن د ټاکلي وخت یو ساعت وروسته په اتو بجو پیل شو خو دا بهیر په ۹:۳۰ بجو ودرول شو، چې بیرته بیا د یو ساعت ځنډ څخه وروسته له سره پیل شو.

د دواړو ټیمونو چارواکي د ځنډ علت د رائیو د پلټنې د کړنلارې په برخه کې د نوي موافقې په باب ددغو ټیمونو د غړو نه خبرتیا ښیي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یو کاندید اشرف غني احمدزي د تخنیکي ټیم رئیس داود سلطانزوی امریکا غږ ته وویل چې د رائیو د پلټنې د کړنلارې د ۱۶ مادې له مخې تیره ورځ دواړو ټیمونو پریکړه وکړه چې هر ټیم د مقابل ټیم د ۳۰۰۰ صندوقونو لست برابر کړي ترڅو دا صندوقونه ددغې مادې د غوښتنو له مخې د ملګرو ملتونو او نړیوالو څارونکو د څارنې لاندې په ځانګړي ډول وپلټل شي.

داود سلطانزوی وایي "مونږ د لست په ترتیبولو بوخت یو، پرون مو فیصله وکړه مونږ ته یې ۴۸ ساعته وخت راکړی دی".

ښاغلي سلطانزوی وویل چې نن د بهیر ځنډیدل د توجیه وړ نه دی او په کار دي چې دا بهیر ژر بیرته پیل شي.

د عبدالله عبدالله د تخنیکي ټیم رئیس فضل احمد معنوي امریکا غږ ته وویل چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې روانې دي او ډیر ژر به دا ستونزه هواره شي.

د رائیو د بیا پلټنې د کړنلاره چې د چک لست په نوم یادیږي، د ۱۶ مادې له مخې که صندوقونه داسې نتایج ولري چې د نړیوالو ډیرو ښو معیارونو له مخې د ځانګري پلټنې غوښتنه وکړي ( د مثال په توګه کله چې د لومړي او دوهم پړاو د ټاکنو د رائیو ترمنځ ستر تفاوت موجود وي) چې په دغسې یو حالت کې دا ډول صندوقونه د نړیوالو او افغان څارونکو او د کاندیدانو د استازو د ځانګړې پاملرنې وړ کړځي.

ددغې نوې موافقې له مخې به هر کاندید د خپل مقابل لوري ۳۰۰۰ صندوقونه په نښه کوي چې بیا به دا صندوقونه د ۱۶ مادې په اساس په ځانکړې توګه وپلټل شي.

د رائیو د بیا پلټنې په برخه کې دا نوې مواقفه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو یو ګډ کمیسیون د راتلونکي حکومت په باب سره خبرو ته ناست دي.

ټاکل شوې چې دا کمیسیون به د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په باب په هغه مواقفه په تفصیل خبرې وکړي چې دواړو کاندیدانو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب رامنځ ته شوی ده.

XS
SM
MD
LG