د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ډیجیټل تلویزیوني خپرونو د فعالیت پیل


په افغانستکې دډیجیټل تلویزیوني خپرونو فعالیت د پرانستلو غونډه
په افغانستکې دډیجیټل تلویزیوني خپرونو فعالیت د پرانستلو غونډه

په افغانستان کې په لومړي ځل د ډیجیټل خپرونو شبکې په کابل کې د افغان لوړ پوړو چارواکو په شتون کې په فعالیت پیل وکړ، چې ورسره به ټول تلویزیوني شبکې له انالوګ سیستم نه ډیجیټل سیستم ته واړول شي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین وویل، د ډيجیټل تلویزیوني خپرونو دا شبکه درې کلنه پروژه ده او په درېیو کلونو کې دننه به ټول تلویزیونونه له دغې شبکې خپرونې لري او ګڼ نفوسه سیمې به هم تر پوښښ لاندې راولي.

امیرزي سنګین وویل چې په څلورو میاشتو کې دننه به د ډیجیټل تلویزیونونو دا شبکه په لویو ښارونو هرات، جلال اباد، کندز، مزار شریف، کندهار او غزني کې په لومړي ځل فعاله شي او وروسته به بیا ټول هیواد ته غځیږي.

هغه وویل ددې شبکې فعالولو یو ګټه به دا وي، چې تلویزیوني شبکې به د ډېرو انتنونونو له درولو هم بې غمه شي.

ښاغلي سنګین وویل ‪"‬ددې شبکې فعالول خپله تلویزیونونو ته اقتصادي پرېوزي، دوی چې کله هم په انتنونونو لګښت کوي، شاید تر ۳۰ ملیونو ډالرو پورې یې لګښتونه ورسیږي، خو ددې شبکې سره ټولې تلویزیوني رسنۍ به له یوه انټن نه کار اخلي، بل مهمه فایده یې دا ده چې تصویر به ښه کیفیت ولري، ټول هیواد کې به تلویزیونونه ولیدل شي.‪"‬

د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي پدغه غونډه کې وویل، چې ددې شبکې فعالول به رسنیو سره مرسته وکړي ترڅو خپلې خپرونې په ټول هیواد کې خلکو ته ورسوي.

ښاغلي خلیلي وویل ‪"‬دا شبکه به تر هرڅه ډېر له رسنیو سره په موقع له پېښو په اطلاع رسولو، او د دولت د کړنو نه په څارنه کې مرسته وکړي.‪"‬

ښاغلي خلیلي په تېرو دیارلسو کلونو کې د مخابراتو په سکټور کې د شوو کارونو ستاینه وکړه او افغانستان یې په سیمه کې له پرمخ تللو هیوادونو یاد کړ چې په مخابراتو کې یې ډېر پرمختګونه کړي دي.

ښاغلي خلیلي د برېښنايي تذکرو یاده هم وکړه، چې په ويناء یې افغانستان ته اړینه پروسه ده.

د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزیر وویل له افغان سټ یو له پروژې وروسته دا مهمه او لویه پروژه ده.

ښاغلي سنګین وویل په تېرو دیارلسو کلونو کې نوي په سلو کې افغانانو ته مخابراتي خدمات مهیا شوي، ۲۲ ملیونه افغانان موبایلونه لري، د مخابراتو په سکټور کې ۲.۲ ملیارده ډالره پانګونه شوې، ۲۰۰ ملیونه ډالر عاید له دې سکټور ترلاسه کیږي او یو سلو پنځوس زره کاري موقعې پیدا شوي.

هغه دا هم وویل، چې ۳۵ تلویزیونونه په کابل او ۵۴ تلویزیونونه په ولایتونو کې فعال دي.

افغان حکومت څو میاشتې مخکې یوه سپوږمکۍ چې افغان ست یو نومیږي، هم فعاله کړې وه.

XS
SM
MD
LG