د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز سیکان: د انتخاباتو جنجالونه دې ختم شي


په کندوز کې سیکان په تجارتي کاروبار اخته دي، له جګړو وروسته کندوز ته اته کورنۍ بیرته راستنې شوې وي خو د ځینو ستونزو له امله يې څلور کورنۍ بیرته هند او نورو هیوادونو ته ستنې شوي دي.

په کندوز کې تر جګړو او انقلابونو وړاندې تقریبا سل کورنۍ هندوان او سیکان اوسیدول. هغه سیکان چې اوس بیا راستانه شوي او په کندوز کې کاروبار لري وايې چې دوي په دې خوشاله دي چې په انتخاباتو کې یې حق درلود چې د خپل جمهور ریس په انتخاب کې برخه واخلي، خو اوس له دواړو کاندیدانو غواړي چې جنجالونه پای ته ورسوي او د هیواد د رغونې لپاره هڅه وکړي.

د کندوز یو تن سیک اوسیدونکی چې په لالا دلسوز مشهور دی د انتخاباتو په اړه خپل نظر داسې څرګندوي: «مونږ ډیر خوشاله یو چې زمونږ په هیواد کې مونږ ته دا چانس راکړل شو چې خپله رایه مو استعمال کړه او جمهور ریس مو وټاکه، او دا اوسني جنجالونه د تیرو جګړو نتیجه ده دا به هم حل شي، خو په دغو حالاتو باندې په نورو ملکونو کې شرمیږو.»

د کندوز سیکانو له راتلونکي حکومت څخه غواړي چې ښوونځي ورته جوړ کړي چې اولادونه يې بې تعلیمه پاتي نه شي.

دوی له چارواکو يې دا هم غواړي چې د سرپناه لپاره ورته ځایونه ورکړي. د کندوز یو سیک وايي: «زمونږ مهاجر چې په نورو ملکونو کې دي، له نوي جمهور ریس مو غوښتنه داده چې زمونږ درمسالونه او ښوونځي راته جوړ کړي چې ماشومان مو په ښوونځیو کې زده کړې وکړي.»

هغه زیاتوي: «هغه خلک چې مهاجر دي او بیرته راځي نو باید دولت ورته سرپناه ورکړي، په کندوز کې راسره د ۴۰ کورونو لپاره د ځمکو ژمنه شوې وه خو هغه هم پاتې شوه.»

سیکهانو د جګړو پر وخت یا خپل کورونه پلورلي دي او یا هم ترې په زور اخیستل شوي، اوس مهال په کندوز کې څلور کورنۍ سیکان او هندوان په درمسال کې اوسیږي او ځینې نور چې کورنۍ په نورو هیوادونو کې دي یوازې د کاروبار لپاره راغلي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG