اردن وايي چې د اسلامي دولت د ډلې لخوا د اردني پيلوټ د وژلو غچ به «په ډیر قوت» واخلي.
د سې شنبې په ورځ پر انټرنیټ یوه ویډیو خپره شوه چې پکښې اردنی پیلوټ معاذ کساسبه په قفس کې اچول شوی، پترول ورباندې پاشل شوي او ژوندی سوځول کیږي. د اسلامي دولت ډلې د دیسمبر په میاشتې کې دغه اردني پیلوټ هغه مهال ونیوی چې الوتکه یې راولویدله.
د اردن پاچا عبدالله، چې په واشنګټن کې دی، ډیر جدي معلومیدی، د اردن خلګو ته یې وینا وکړه، هغه وویل چې «دغه بې غیرته، وحشیانه عمل چې د یوې جنایتکاري ډلې لخوا شوی دی د اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.»
پاچا عبدالله زیاته کړې ده چې «اتل پیلوټ خپل ژوند د خپل ایمان، هیواد او ملت څخه د دفاع پخاطر وبایله او د اردني شهیدانو سره یو ځای شو.»
د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل خپره شوې ویډیو یوه بله نښه ده چې د اسلامي دولت د ډلې وحشت او بربریت ښيي.
ولسمشر اوباما وویل: «زه فکر کوم چې دغه به د نړیوال ایتلاف عزم او اراده دوچنده کړي چې دا اطمیناني شي چې دوی کمزوره کیږي او په آخر کې له مینځه وړل کیږي.»
د ملګروملتونو سرمنشي بان کې مون هم د دغه پیلوټ وژل غندلي او ویلي یې دي چې د اسلامي دولت ډله یوه داسې تروریستي ډله ده چې د انسان ژوند ته هیڅ احترام نه لري.
خبرې آژانسونو د امنیتي منابعو له قوله ویلي دي چې اردن هغه عراقي ښځه اعدام کوي چې د اسلامي دولت ډلې یې د نیولي پیلوټ سره د تبادلې لپاره د خوشي کیدو غوښتنه کړې وه.
ساجده ریشاوي د اردن په مرکز عمان کې د ۲۰۰۵ کال په ځانمرګي برید کې د لاس لرو په تور په اعدام محکومه شوې ده.