د لاس رسي وړ اتصالات

د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه افغانستان ۱۲۲ هیواد دی


د بې سرحده ژورنالستانو ټولنه وايي په عمومي لحاظ په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ وضعیت خراب شوی دی.
د بې سرحده ژورنالستانو ټولنه وايي په عمومي لحاظ په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ وضعیت خراب شوی دی.

د مطبوعاتو د آزادۍ په کلني رپوټ کې افغانستان ۱۲۲ راغلی دی. د ۲۰۱۳ کال په پرتله، افغانستان شپږ درجې مخکې شوی دی.

د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې دغه رپوټ ښيي چې د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه، د تاجکستان نه پرته، افغانستان تر خپلو ګاونډیو هیوادونو په ښه موقف کې دی.

د آزادو رسنیو د ملاتړ د ادارې رئیس صدیق الله توحیدي وايي چې د مطبوعاتو د آزادۍ په برخې کې د افغانستان د پرمختګ علت دا دی چې رسنیو په انتخاباتو کې مثبت رول ولوبوی.

د امریکا غږ آشنا راډیو سره په مرکې کې ښاغلي توحیدي وویل:

«په افغانستان کې د ژورنالستانو پرمختګ د هغوی ونډه او رول د ۲۰۱۴ کال په انتخابات کې و. ډیرو رسنیو هغه رپورټونه او ګزارشونه چې د انتخاباتو په اړه یې جوړ کړي وو نشر یې کړل. هغه مسایل چې باید مطرح شوي وای مطرح شول. رسنیو ښه مهم رول ولوبوی، دا یو پرمختګ و.»

خو هغه وویل چې د پخوا په څیر په ۲۰۱۴ کال کې مشکلات موجود وو. هغه د امنیت د نه موجودیت د ستونزې ذکر وکړ.

ښاغلي توحیدي وویل چې نوي حکومت ورسره ژمنه کړې ده چې دغه ستونزې به حل کوي. خو هغه وویل چې دا به وکتل شي چې ترکومه اندازه د نوي حکومت مشران خپلې ژمنې پوره کوي.

د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه، پاکستان ۱۵۹ نمبر لري. ایران ۱۷۳ هیواد دی. ترکمنستان ۱۷۸ نمبر کې راغلی دی او ازبکستان ۱۶۶ دی او چین ۱۷۶هیواد دي.

په ګاونډیو هیوادونو کې یوازې تاجکستان تر افغانستان مخکې دی. تاجکستان شپږ درجې تر افغانستان مخکې دی او په ۱۱۶ نمبر کې راغلی دی.

افغانستان تر هندوستان هم مخکې دی. هندوستان د سږکال په لست کې په ۱۳۶ درجې راځي.

په نړیواله کچه د مطبوعاتو آزادي

په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ وضعیت خراب شوی دی. د بې سرحده ژورنالستانو ټولنه ویلي دي چې په ۱۸۰ هیوادونو کې، چې دوی سروې کړي، په شاووخوا ۱۲۰ هیوادونو کې د بیان د آزادۍ وضعیت خراب شوی دی.

د ۲۰۱۳ کال په پرتله، د بیان د آزادۍ نه د سرغړونو کچه ۸ فیصده ډیره شوې ده. د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې په رپوټ کې راغلي دي چې فنلڼد د پنځم کال لپاره د بیان د آزادۍ د لست په سر کې راځي.

د فنلنډ لومړی راتلل د اورپا او بالکان د سیمو درجه بندي ښه کړې ده. د سیمو په حساب، د منځني ختیځ او د افریقا د وچې د شمالي برخو وضعیت خراب دی.

د دغه ټولنې د وینا په اساس، په ۲۰۱۴ کال کې د مطبوعاتو د آزادۍ د خرابوالۍ لوی لامل جګړې او د غیردولتي ډلو لکه د اسلامي دولت د ډلې فعالیتونه دي.

د رپوټ په اساس، د مطبوعاتو آزادي وضعیت تر پخوا خراب شوی دی. امریکا اوس په ۴۹ نمبر کې راځي او په ۲۰۱۳ کال کې په لست کې د امریکا ځای ۴۶ و.

الګان وویل چې یو علت چې په امریکا کې د مطبوعاتو د آزادۍ وضعیت خراب شوی دی، هغه دا دی چې سږ کال د هغه مظاهرو په لړ کې چې د میزوري په ایالت کې وشوي، یو شمیر ژورنالستان ونیول شول.

د جګړو تاثیرات

په سوریې، عراق، او اوکراین کې د روانو جګړو له امله د مطبوعاتو د آزادۍ وضعیت خراب شوی دی. یاغي ډلې لکه، د اسلامي دولت ډله او باکو حرام مطبوعات په سخته ځپي او د خپل دغه عمل د توجیه لپاره مذهب استعمالوي.

په امریکا کې د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې د څانګې مشرې ډالفېن الګان امریکا غږ ته وویل چې په دې خبره وه چې د جګړو له امله به د سږکال ارقام منفي وي.

اغلې الګان وویل چې «په ۲۰۱۴ کال کې د تشدد کچه بیخي زیاته شوې او ۶۶ ژورنالستان وژل شوي دي. موږ په سوریې، عراق، لیبیا، اوکراین کې د ژورنالستانو د تښتولو شاهدان یو. د تیرکال په پای کې، لږترلږه ۴۰ ژورنالستان تښتول شوي وو.»

د ایران نوم هم د تیرکال په څیر د لست په اخر کې راغلی دی. په ایران کې د امریکايي ژورنالست جسن رضایان په شمول په لسګونو ژونالستان زندان ته اچول شوي دي.

د روان کال نه یوازې شپږ اونۍ تیریږي، دیلفېن هلګان د روان کال په اړه خوشبین نه دی. هغه وویل چې «زه هیله کوم چې څه ښه والۍ به راشي، خو د جنوري په لومړیو ورځو شپو کې د شارلي ایبډو په دفتر باندې برید ته په کتو سره، زه دا ویلی شم چې دغه کال د نړۍ د ژورنالستانو لپاره یو ‌ډیر ډراماتیک پيل و.

XS
SM
MD
LG