د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ښځو د زورونې د مخنیوي لپاره اپلېکشن جوړیږي


هغه نجونې چې د دغه اپلېکشن د جوړولو طرحه یې وړاندې کړې ده.
هغه نجونې چې د دغه اپلېکشن د جوړولو طرحه یې وړاندې کړې ده.

د یو ایس ای ډي د ښځو پروژې "پروموټ" د دې کار لپاره د یوه موبایلي اپلیکشن جوړولو ته ملا تړلې ده.

د امریکا په سفارت کې د پروموټ پروګرام چارواکو درې هغه افغانې نجونې وستایلې، چې د ښځو د خوندیتوب لپاره یې د موبایل اپلېکشن د جوړولو نظریه د یوې سیالۍ له لارې وړاندې کړې وه.

دا درې انجونې، چې فرشته حبیبزۍ، فاطمه شفايي او الینا نیکو نومیږي، یو داسې اپلېکشن طرحه کړی، چې په یوه عادي موبایل کې به ډاونلوډ کیږي او د پېښې په مهال به ایس ام ایس یا پیغام لېږدولی شي.

فرشته حبیبزۍ وايي "ددې اپلېکشن له لارې ښځې کولی شي، خپل ځای اد ادرس وښايي، چې له کومې پېښې سره مخ شوې ده، د تاوتریخوالی د پېښې له سیمې عکس او ویډیو هم اخېستی شي، ددې اپلېکشن بل خاصیت دا دی، چې پیغام هم لېږدوي، یعنې کله چې د زورونې پېښه له کومې ښځې سره وشي، په سمارټ فون کې داسې تکمه شته، چې کلیک پرې وکړي،خپل خپلوان او د کورنۍ غړو ته ورشي، خپلوانو ته یې د ځای موقعیت ښودل کیږي، چط مرستې ته ورسېدی شي".

په افغانستان کې د یو ایس ای ډي مشر بیا وویل دا چې له کور بهر د مېرمنو زورول له ښځو سره یو ډول تاوتریخوالی دی او د دغه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې د معلوماتي ټکنالوژۍ نه ګټه اخېستې ده، دا به د افغان مېرمنو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د یو ایس ای ډي مشر هربرت اسمیت وايي "د دغو ځوانو ښځو نه په ملاتړ، چې دا اپلېکشن جوړ کړي، مونږ تمه لرو، چې افغان مېرمنو ته داسې یوه وسیله برابره کړو، چې د سړک په سر د هرې ورځې له زورونې نه ځان بچ کړي او تاوتریخوالی کم شي".

د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره وايي دا اپلېکشن به عملا درې میاشتې وروسته راووځي، وړیا به اخېستل کیږي او په عادي موبایلونو کې به کار ورکوي، پروموټ د یو ایس ای ډي په تاریخ کې له ښځو سره د مرستې یوه لویه پروژه بلل کیږي.

د اپلېکشن جوړوونکي وايي چې اپلېکېشن له ډانلوډ کولو وروسته بیا انټرنټ ته ضروروت نلري.

XS
SM
MD
LG