د لاس رسي وړ اتصالات

په سرپل کې ۱۷ برمته شوي کسان خوشي شول


دغه اولس کسان د سانچارک د ده مرده په سیمې کې برمته شوي وو.
دغه اولس کسان د سانچارک د ده مرده په سیمې کې برمته شوي وو.

په سرپل کې ۱۷ برمته شوي کسان چې طالبانو تښتولي وو، د سیمې د مشرانو په منځګړتوب، د پنجشنبې په شپه خوشي شول.

د سرپل د ولایت چارواکو ویلي دي چې دغه ۱۷ کسان هغه مسافران وو چې د سانچارک د ولسوالۍ د ده مرده په سیمې کې طالبانو تښتولي وو.

چارواکو ویلي دي چې تښتول شوي کسان د سیمې د مشرانو په وساطت د پنجشنبې د شپې په اتو بجو خوشي شوي دي.

ذبیح الله اماني د سرپل د والي ویاند امریکاغږ ته ویلي دي چې طالبانو دا فکر کاوه چې برمته شوي کسان د ملي اردو سرتیري دي.

اماني زیاته کړه چې طالبانو دغه کسان د پوښتنو وروسته خوشي کړل او دغو کسانو ته یې تاوان نه دی رسولی.

طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د خوشي کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

د سرپل د والي د ویاند له قوله، د سانچارک د ده مرده سیمه او د بلخاب او کوهستاناتو ولسوالۍ د دې لپاره ناآرامه سیمې دي چې د دولت مخالف وسله وال پکښې پراخه حضور لري.

هغه دا خبره هم وکړه چې تشویش شته چې دغسې پیښې بیا تکرار شي. چ

د سرپل د والي ویاند وویل چې د ولایت چارواکو څو ځلې یې د مرکزي دولت د لوړپوړو چارواکو نه غوښتنه کړې ده چې په ناآرامه سیمو کې دې تصفیوي عملیات وکړي خو تر اوسه یې په دې اړه مثبت ځواب نه دی اخیستی.

په عین وخت کې، د افغانستان په شمال کې د ځینو ولایتونو خلګو د امریکاغږ سره په خبرو کې ویلي دي چې په لارو کې د طالبانو د تلاشي او زورونو له لاسه اوس زړه نه ښه کوي چې د شپې په دغو لارو سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG