د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ځواکونو په لیکو کې د ښځو وضعه ښه شویده


په افغان امنیتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د حال په باب یوه نوی سروې ښيي چې په دغو درې افغان امنیتي ادارو کې لا هم د جلا تشناب، د جامو د بدلولو لپاره جلا خونې او وړکتون هغه ستونزې دي چې د امنیتي ادارو ښځینه کارکوونکي ورسره مخ دي.

د افغان ښځو شبکې په یوه تازه سروې کې چې د سه شنبې په ورځ د دغې شبکې د چارواکو له خوا له خبریالانو سره شریکه شوه، په کې ویل شوي چې که څه هم په امنیتي سکټور کې د ښځو ونډه د پخوا په نسبت زیاته شوې او هغوی ته بهرنیو هیوادونو کې د مسلکي زده کړو اوپه خپلو ادارو کې د پرمختګ امکانات برابرشوي، خو لا هم د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې په کار بوختو ښځو ته د سیالو همکارانو په سترګه نه کتل کیږي.

سروې ښي لا هم د افغان ځواکونو په لیکو کې ښځو ته د سیالو همکارانو په سترګه نه کتل کیږي.
سروې ښي لا هم د افغان ځواکونو په لیکو کې ښځو ته د سیالو همکارانو په سترګه نه کتل کیږي.

د افغانستان د ښځو د شبکې د مدیره پلاوي غړې میرمن سمیرا حمیدي ددغې سروې په هکله خبریالانو ته د معلوماتو د وړاندې کولو پر وخت وویل چې دوی په دې سروې کې د ثور په میاشت کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د امنیتي ادارو د دوه سوه ښځینه کارکوونکو سره مرکې کړي دي.

میرمن سمیرا حمیدي وویل " په درې واړو سکټورونو کې ویل شوي چې ښځې د ښځینه تشنابونو ته لاس رسی نه لري، چې اوس هم یو ستر لوژیستکي ستونزه ده او یاهم د جامو د بدلولو لپاره ځانګړې خونه نه لري او همداشان د وړکتون نشتون چې هغه ښځې چې واده کوي او د اولاد خاوندانې کیږي د دې ستونزې له خپله وظیفه پریږدي ".

میرمن سمیرا حمیدي په امنیتي سکټور کې د ښځو کمه ونډه، جنسي زورونه، د ترفعې ورو بهیر په امنیتي سکټور کې د ښځو د نورو ستونزو په توګه یاده کړل او ویې ویل چې لا هم په امنیتي سکټور کې د ښځو رول نه دی منل شوی.

د دغې سروې له مخې اوس د افغانستان په دریو امنیتي سکټورکې ټولې ۵۴۲۶ ښځې کارکوي چې د دغې ډلې ۳۲۲۶ ښځې د کورنیو چارو په وزارت کې د پولیسو په لیکو کې، ۱۴۰۰ ښځې د ملي دفاع په وزارت کې او ۷۰۰ نورې ښځې د ملي امنیت په ریاست کې په کابل او ولایتونو کې په دندو بوختې دي.

په اوس وخت کې د افغان پوځ او پولیسو شمیر له ۳۴۰۰۰۰ اوړي.

یو شمیر ښځې چې په امنیتي ادارو کې کار کوي داګڼي چې د دوی ستونزې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د سړو د چلند او د فکر زیږنده دي.

د افغان د ښځو شبکه وایي چې ددغې سروې هدف یې د وارسا سرمشریزې او هم د بروکسل د کنفرانس وړاندې په امنیتي ادرو کې د ښځو وضعیت ته د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پام وراړول دي.

سروې کې د امنیتي ادارو د دوه سوه ښځینه کارکوونکو سره مرکې شویدي.
سروې کې د امنیتي ادارو د دوه سوه ښځینه کارکوونکو سره مرکې شویدي.

میرمن حمیدي وویل " په امنیتي سکټور کې د ښځو د وضعیت د ښه کیدلو لپاره باید نړیواله ټولنه شرطونه کیږدي، پرمختګونه چې رامخې ته کیږي باید لمس شي او کومې پیسې چې امنیتي سکټور ته برابریږي باید په دغه سکټور کې د ښځو د پرمتخګ پورې وتړل شي ".

د افغان ښځو شبکې د افغانستان له امنیتي ادارو وغوښتل چې د شکایتونو د اورېدو لپاره دې په دغو ادارو کې یو مېکانېزم جوړ کړي چې له مخې ښځې نیغ په نیغ خپل شکایتونه او ستونزې د ادارو مسوولینو ته ورسوي.

ټاکل شوې چې د وارسا کنفرانس د جولاې د میاشتې په نهمه د پولینډ په پایتخت وارسا کې جوړ شي، چې د دغه کنفرانس وروسته به په بروکسل کې د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره یو بل کنفرانس هم جوړیږي.

د دفاع وزارت د بشري حقونو او جندر د څانګې رئیس جنرال ظاهر عظیمي چې په دغې ناسته کې حاضر و، په سروې کې په ګوته شوې ستونزې یې تایید کړې خو ویې ویل هڅې کیږي چې د ملي اردو په لیکو کې دا ستونزې له منځه لاړې شي.

خو د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست د دغې سروې په هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG