د لاس رسي وړ اتصالات

کړوخيل: د صالح لیکنه د پژواک د خبریالانو امنیت ګواښوي


دانش کړوخیل وايي پژواک آژانس له حکومت نه پیسې نه اخلي
دانش کړوخیل وايي پژواک آژانس له حکومت نه پیسې نه اخلي

د افغانستان د خبریالانو ټولنې پر امرالله صالح غږ کړی چې یا خو دې پر پژواک آژانس خپل لګول شوی تور ثابته کړي یا دې لدغه خبري آژانس نه بخښنه وغواړي.

پژواک آژانس ادعا کوي چې د ملي امنیت پخواني مشر په فیسبوک کې لیکلي چې ګواکي پژواک له افغان حکومت نه پېسې اخلي او د حکومت په پلوي رسنیز کار کوي.

د پژواک مشر دانش کړوخیل امریکا غږ ته وویل چې د ښاغلي صالح تر لیکنې وروسته د دغه آژانس خبریالان د خپل امنیت په اړه په اندیښنه کې شوي دي.

ښاغلی کړوخیل وایي چې د ښاغلي صالح نیوکه واقعیت نلري.

دانش کړو خيل سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:11 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG