د لاس رسي وړ اتصالات

د راشد شپږو ویکټو ایرلنډ مات او افغانستان بریالی کړ


راشد خان په اول ځل په یوې ورځنیو سیالیو کې شپږ کسان وسوځول
راشد خان په اول ځل په یوې ورځنیو سیالیو کې شپږ کسان وسوځول

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د روانو پنځو یوې ورځنیو سیالیو دویمه لوبه هم افغانستان وګټله او دغه لړۍ کې ۲-۰ مخکې شو.

اصغر ستانکزي د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې ایرلنډ ته د ۳۳۹ منډو هدف ورکړ.

کپټان اصغر ستانکزي په لومړي ځل په یوې ورځنیو سیالیو کې سل منډې وکړې.

د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۴۸ اورونو کې په ۳۰۴ منډو وسوځېدله. راشد خان شپږ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول او دا اول ځل و چې راشد په یوې ورځنیو سیالیو کې شپږ کسان سوځوي.

او دا اول ځل و چې افغانستان په یوې ورځنیو سیالیو کې مخالفې لوبډلې دومره لوړ هدف ټاکي.

په نورو افغان منډه جوړونکو کې شهزاد ۶۳، رحمت شاه ۶۸ او شفیق الله ۳۵ منډې وکړې. په افغان توپ اچوونکو کې دولت هم درې لوبغاړي وسوځول.

خو د لوبې غوره لوبغاړ د ایرلنډ سټرلنګ شو. هغه ۹۵ منډې هم وکړې او شپږ افغان لوبغاړي یې هم وسوځول.

د افغانستان او ایرلنډ درېیمه لوبه د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۹ ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG