د لاس رسي وړ اتصالات

دوه افغان لوبغاړي د آی پي ال سیالیو ته واخیستل شول


نبي او راشد لومړني افغانان شول چې د هند په آی پي ال سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو. (تصویرونه د افغان کرکټ بورډ له پاڼې اخیستل شوی).
نبي او راشد لومړني افغانان شول چې د هند په آی پي ال سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو. (تصویرونه د افغان کرکټ بورډ له پاڼې اخیستل شوی).

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان د هند د کورنیو سیالیو په مشهور ټورنمنټ آی پي ال کې واخیستل شول.

دوی لومړني افغان لوبغاړي دي چې په آی پي ال کې د لوبېدو چانس ترلاسه کوي. محمد نبي عیسی خیل وايي چې په آي پي ال کې د دوی اخیستل د افغانستان لپاره د خوښۍ خبره ده.

ښاغلي عیسي خیل د افغانستان د کرکټ بورډ په فیسبوک باندې په خپل ویډیویي پیغام کې د سن رایزر حیدراباد له لوبډلې مننه وکړه چې هغه او راشد یې واخیستل. نبي وایي "موږ به کوښښ وکړو چې هلته نور هم د افغانستان نوم روښانه کړو".

راشد هم وویل چې دا د ټول افغانستان لپاره د خوشحالۍ خبره ده او د هند سن رایزر حیدراباد لوبډله یې وستایله چې افغانان یې غوره کړل.

د آی پي ال بولي د دوشنبې په سهار د هند په بنګلور کې پیل شوه، چې د هند او نړۍ سلګونه غوره کړل شوي لوبغاړي په کې په لست کې شامل وو.

محمد نبي لومړنی افغان و چې د هند د سن رایزر حیدراباد لوبډلې په ۳۰ لکه هندي روپیو واخیسته او ورپسې راشد خان و چې په ۴۰۰لکه هندۍ کلدارو باندې وپېرودل شول.

په اصل کې دا پېسې د دغو لوبغاړو قیمت شو، له دې به کلپ ته هم پېسې ورکول کیږي او د هند حکومت ته به مالیه هم ترې ګرځول کیږي، خو لا معلومه نه ده چې په اخره کې دغو لوبغاړو ته څومره پاتې کیږي.

مګر په دا ډول نړیوالو سیالیو کې د لوبېدو خبره تر ډېره په پېسو نه وي، بلکې نور معنوي ارزښتونه یې هم په پام کې نیول کیږي.

درې نور لوبغاړي محمد شهزاد، دولت ځدراڼ او اصغر ستانکزي نومونه هم و، خو کوم خریدار ورته پیدا نشو.

د هند آی پي ال سیالۍ په نړیواله کچه مشهورې دي، په دغو سیالیو کې پر هندي لوبغاړو سربېره د نړۍ مشهور لوبغاړي هم لوبیږي.

له شک پرته چې په دغو سیالیو کې به د نبي او راشد لوبېدل د هغوی تجربې لا زیاتې کړي چې نور لوبغاړي به هم ترې ګټه واخیستلی شي.

محمد نبي او راشد تر دې مخکې د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم لوبېدلي وو. نبي د پاکستان په کورنیو سیاليو کې د لوبېدو تجربه هم لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG