د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبان وایي د افغانستان او هند استخبارات ورسره مرسته نکوي


د پاکستاني طالبانو یوه ویاند محمد خراساني د دې ډلې د پخواني ویاند احسان الله احسان چې ځان یې د پاکستان پوځ ته سپارلی، هغه ادعاګانې رد کړلې چې ګویا د افغانستان او هند استخباراتي ادارې د هغوي سره همکاري کوي.

محمد خراساني وایي د پاکستان استخباراتي اداره (آی ایس آی) د یوه زنداني د خولې نه اخیستل شوی اعتراف د طالبانو پر ضد د پروپاګن د خپرولو لپاره کاروي.

تر اوسه دا نده معلومه چې آیا پوځ د احسان الله احسان نه دغه اعتراف د فشار او زور له لارې اخیستی که نه خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا وایي چې احسان الله پخپله خوښه ځان د پاکستان پوځ ته سپارلی او معلومات یې هم پخپله خوښه ورکړیدي.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وایي په شمالی وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې چې ګمان کیږي امریکا به کړی وي، ۷ وسله وال وژل شویدي.

دا د ۲۰۱۴ کال نه وروسته په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې لومړنی برید دی چې کیږي. د پاکستان یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي دي چې په برید کې مهم وسله وال ندي وژل شوي.

XS
SM
MD
LG