د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ چین ته د گواښ پر ځای همکارې وغوښتله


چین او امریکا د شمالې کوریا په مخنیوي کې گډې گټې لرې
چین او امریکا د شمالې کوریا په مخنیوي کې گډې گټې لرې

جمهور رئیس ټرمپ د دوه زره شپاړسم کال د انتخاباتي مبارزې په یاد په یوه غونډه کې په عینې موضوعاتو ټینگار وکړ. هغه وايي،

«موږ به نورو هیوادونو ته اجازه ورنکړو چې له موږ نه گټه واخلې ځکه چې اوس به امریکا لومړۍ وي. »

د ټرمپ په قول چین په مصنوعې توگه د خپلو اسعارو د ارښت کمول بند کړیدي. جمهوررئیس د امریکا تلویزني شبکې (CBS ) ته وویل، د انتخاباتې مبارزې په وخت کې دا دده سختې ویناوې وې چې بیجینگ د اسعارو د ارزښت کمول پای ته ورسول او همدا علت دې چې چین او امریکا د شمالي کوریا په مخنیوي کې گډې گټې لرې. جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ زیاتوې،

«شمالې کوریا له تجارت نه مهمه ده. تجارت ډیر مهم دی. مگر په پراخه جنگ سره به په میلونو کسان ووژل شي، که اوس چېن د موږ سره د شمالې کوریا په برخه کې مرسته وکړي او دغه ستونزه حل کړي چې د امریکا لپاره ښه وي.»

ډیموکراتان د هغه څه په باره کې انتقادونه کوي چې دوي ویني چې جمهور رئیس هغه وعدي پرځای نکړې چې د امریکا خلکو سره يی کړې وې. ډیموکرات سناتور برین شواتزوايي،

«موږ د انتخاباتې مبارزې په وخت کې د جمهور رئیس وعدي اوریدې چې کارونه به په داخل کې پیدا کوي،امریکایان به استخداموي او د چین په شان هیوادونه به د غیر عادلانه تجارت مسؤل وي. مگر لکه څنگه چې جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پیشنهاد کړیدې، د روزنې په پروگرامونو کې کمښت راولي او په چین باندی ېې د اسعارو په ارتباط ټاپه ونه لگوله.»

ټرمپ د فلیپین جمهور ریئس (روډ ریکو دوترت)ته بلنه ورکړیده چې سپیني ماڼۍ ته ورشي، هغه د بشرې حقوقو نه په سرغړونو تورن دی.

د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیس رینس پریبوس وايي،

«ټرمپ په جنوب شرقي آسیا کې زموږ ټولو انډیوالانوسره زیاتې خبرې کوي. د خبرو موضوع شمالې کوریا ده.»

جمهوررئیس ټرمپ د امریکا د تلویزنې شبکې سره په مرکه کې د شمالې کوریا مشر، کیم جونگ اون، ځیرک کس یاد کړ. هغه پدی باره کې تفصیل ورنکړ چې که پیونگ یانگ خپل اتمې او بالیستیک توغندیو پروگرامونه بند نکړي نو په خلاف به يي څه اقدامات وشي.

XS
SM
MD
LG