د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایي د بغدادي د وژل کیدو معلومات نلري


ابوبکر بغدادي
ابوبکر بغدادي

د امریکا پوځي چارواکي وايي چې د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کیدو د رپورټونو تردید او یا تائید نشي کولی.

پرون د جمعې په ورځ ( جون ١١ ) د اسلامي دولت د ډلې د مشر بغدادي په هوایي برید کې د وژل کیدو خبر په انټر نیټ ډیر په چټکۍ خپور شو. دغه خبر د سوریې په دولتي ټلویژن هم خپور شو خو بي بي سي ویلې دي چې د بغدادي د وژل کیدو رپورټ یې د سوریې په دولتي خبري اژانس سنا نه دی لیدلی.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاندې د امریکا غږ ته وویل چې خلکو د بغدادي د مرگ د رپورټونو په هکله ترینه پوښتي دي څو هغوي هیڅ ډول معلومات نلري چې دغه رپورټ تائید کړي او یا یې تردید وکړي.

په رقا هوایي حملې

په سوریې کې د بشر د حقوقو د څار ډلې چې په برتانیه کې میشته ده، په رقا باندې د سختو حملېو رپورټونه تائید کړیدي. په رقې کې حکومتي قواوو د اسلامي دولت د ډلې په ضد عملیات شروع کړیدي.

د رقا نه رپورټونه وایي چې د عماق ویبپاڼه په یوه ویډیو کې یو جسد ښیی چې وایي دغه د بغدادي دی.

د برتانیې ورځپاڼې سکاټسمین د ټرورزم د کارپوه مایکل سمت یو ټویټ خپور کړیدی چې وايي هغه په خپرې شوې ویډیو کې جسد لیدلی دی او داسې نه ښکاري چې دغه به د بغدادي وي.

د یاودنې وړ ده چې د دی نه مخکې هم څو ځله د بغدادي د وژل کیدو رپورټونه خپاره شویدي چې وروسته دروغ وختل.

XS
SM
MD
LG