په وروستيو کې د وسله والو مخالفينو په حملو کې د پام وړ زياتوالی راغلی چې له امله يي گڼ شمېر افغان سرتیرو او ملکیانو ته مرگ ژوبله واړوله.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري امريکا غږ اشنا ته وويل،د مخالفينو له خوا د پرله پسې بريدونو اساسي علت د پسرلي په موسم کې د افغان حکومت د مخالفینو ډیر تلفات او خپلو ټاکلو اهدافو ته نه رسيدل وو.
هغه وايي نړيوال په دې پوهيدلي چې وسله وال مخالفین ضعيف شوي، د "مخامخ جگړې توان نلري فقط د خپل موجودیت د تثبیت لپاره د انساني اصولو خلاف بريدونه کوي".
طالبانو په پکتیا، کندهار، کابل او نورو سیمو کې د وروستیو بریدونو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.
د پکتيا، غزني او کندهار د يوی اونۍ خونړيو بريدونو لړۍ چې ختم يي د غور او کابل په حملو وو کوم ځانگړې علت درلود ،حکومت په دی هکله څه وايي؟
د افغانستان دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري د امریکا غږ سره په مرکې کې د دغو بریدونو پر علتونو خبرې کړې، مرکه یې دلته واورئ: