د لاس رسي وړ اتصالات

د پوځ لاسونه د پښتنو په وینو ککړ دي - پشتین


منظور پشتین وایي د پاکستان ټولې ادارې په ترهگرۍ کې ککړې دي
منظور پشتین وایي د پاکستان ټولې ادارې په ترهگرۍ کې ککړې دي

په جنوبي وزیرستان کې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ پر یو رهبر، علي وزیر تر وسله وال برید وروسته اوس هم سیمې کې حالات کړکیچن دي او په ګرځیدو بندیز لګیدلی.

د واڼه د پیښې څو ساعته وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي.ټي.ام) مشر منظور پشتین په خپل فسبوک وینا کې د پاکستان ادارو ته خبردارې ورکړ چې "مونږ پوه یو چې طالبان څوک دي، تاسو چې څه هم کوئ، ماتې به خورئ، شکست به ستاسو په برخه وي."

منظور وویل د پاکستان ټولې ادارې په ترهگرۍ کې ککړې دي او د هغه په وینا د پاکستان د حکومت لاسونه د پښتنو په وینو ککړ دي. پي ټي ایم د امن لپاره تحریک شروع کړیدی چې د پاکستان اساسي قانون یې اجازه ورکوي. خو دوئ (پوځ) ترهګري کوي او د پاکستان ادارو خپل ظلم ته دوام ورکړېدی.

هغه وویل چې نن دوشنبې (جون۴) په واڼا کې د خلکو په مخکې پوځیان د طالبانو شاته ولاړ و او په خلکو یې ډزې وکړی.

خو د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د دوشنبې (جون۴) په اسلام اباد کې یوه ډله غوښتل شویو خبریالانو ته وویل چې د منظور پشتین په ګډون د پښتون ژغورنې د مشرانو سره یي دمخه خبرې شوي دي او هغوئ دا منلې وه چې نور به د پوځ او نظام خلاف مظاهرې نه کوي او همدې تحریک د یو مشر لخوا ورته لیکل شوی تصدیق وسپارل شوی و چې غوښتنې يي پوره شوي دي.

جنرال اصف غفور د واڼه د برید په اړه دوشنبې (جون۴) رسنیو ته معلومات ورکړل
جنرال اصف غفور د واڼه د برید په اړه دوشنبې (جون۴) رسنیو ته معلومات ورکړل

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، خلک د غورځنګ د مشرعلي وزیر هرکلي ته وتلي وو چې ځایي هغه طالبان، چې پاکستان یې "ښه طالبان" یا د امن کمیټې بولي، ورغلل او هغوئ یې ووهل، او سرې خولۍ یې ورته وسوځلې. ددی عمل په ځواب کې خلکو لاریون پیل کړ او د پوځ پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د سیمې اوسیدونکي وايي تر دې مظاهرې وروسته پر مظاهره کوونکو ډزې وشوې، څلور کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شول.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ليکلي په برید کې دوه د پښتون ژغورنې غورځنگ او دوه نور عام ځايي کسان وژل شوي دي. په سیمه کې وسلواله تندلاره ډله د مولوي نذير د ډلې په نوم یادیږي. مولوي نذیر حکومت پلوه وسله وال مشر ؤ او په ۲۰۱۳میلادي کال کې په ډرون بريد کې وژل شوی دی.

د واڼه د تاوتریخوالي او ډزو پیښې پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د سیاستوالو، ولسي مشرانو او فعالانو غبرګونونه پارولي دي. د پښتونخوا د ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي د دوشنبې (جون۴) په محلي وخت سهار وختي په فسبوک مستقیمه وینا ورکړه او د پشتون ژغورنې پر سوله ایزه لاریون او غوښتنو پرضد وسله وال برید وغندو.

د واڼه یو شمیر اوسیدونکو او عیني شاهدانو ویلي چې له څو ورځو راهیسې حالات سم نه وو او ځايي طالبانو د غورځنګ پلویانو ته ویل چې هغه خولۍ (ټوپۍ) دې نه په سر کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین د خولۍ په نامه یې شهرت پیدا کړی دی.

مزارۍ خولۍ چې منظور پشتین او پلویان یي هم په سر کوي
مزارۍ خولۍ چې منظور پشتین او پلویان یي هم په سر کوي

د واڼه د بريد په تړاو په فسبوک د منظورپښتين تر وینا وروسته د غورځنگ غړو او فعالانو د یکشنبې (جون۳) شپه په اسلام اباد، پیښور، کوټه، ژوب، ټانک او ډېره اسماعيل خان کې احتجاجي مظاهرې وکړې. منظور پښتین ددې غورځنگ په غړو او عامو خلکو غږ کړې چې نن دوشنبې (جون۴) له روژه ماتي وروسته په ټوله نړۍ کې احتجاجي مظاهرې وکړي. پاکستاني چارواکو ويلي د حالاتو د قابو کولو لپاره هڅې روانې دي او ځايې چارواکي د دواړو اړخونو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG