د لاس رسي وړ اتصالات

فلم 'سنجو' د سنجی دت د ژوند مختلف اړخونه راسپړلې


د بالي ووډ د مشهور اداکار سنجی دت د ژوند په اړه جوړ شوې دغه فلم 'سنجی' د هغه د ژوند مختلف اړخونه راسپړي.

سنجی دت چې د هندي فلمونو یو ځلانده ستوری دی او نه یواځې په هند بلکه په ټولې نړۍ کې مینه وال لري، په خپل ژوند کې ډیرې سختې لیدلې دي او څو کلونه یې په بند کې هم تیر کړیدي. په هند کې په یو وخت کې هغه ترهگر گڼل کیده.

د بالي ووډ فلم چې د سنجی دت ژوند یې بیان کړیدی، ځکه یې هم خلک زیات گوري چې هغه یو لانجمن ژوند تیر کړیدی.

د سنجی دت د ژوند په اړه په دغه فلم کې هندي ځوان او مشهور اداکار رنبیر کپور د هغه رول لوبولې دی. دغه فلم تروسه پورې په لمړنیو څلورو ورځو کې په ریکاټ کچه کتل شویدی.

فلم سنجو د سنجی دت او د هغه د پلار سنیل دت قوي اړیکو ته نظر کتنه کوي او د هغه د ژوند د مشکلاتو، په نشو د اموخته کیدو، د هغه د کامیابیو او ناکامیو په اړه دی.

په فلم کې د رنبیرکپور ترسنگ پریش راول، منیشا کویراله، دیا مرزا او سونم کپور هم کار کړیدی.

د فلم په زیاتره برخه کې د مطبوعاتو په رول تمرکز شویدی چې د مطبوعاتو دروغو او منفي رپورټونو څنگه په ټولنې کې د سنجی دت تصور ته تاوان ورساوه.

د فلمونو او اداکارۍ کارپوهان وایي چې دا د رنبیرکپور تروسه پورې د تر ټولو ښه اداکاري ده او دا به د هغه د ژوند د ترټولو نه د زیات کامیابه فلمونه نه یو وي.

د سنجو فلم داسې جوړ شویدی چې ترڅو پورې دغه فلم دوام وکړي، د خپل ځاې نه خوځښت هم مشکل ښکاري.

په فلم کې د سنجی دت د دروغو ویلو عادت لري او ځاې بیځایه دروغ وایي خو تر اخیره پورې پکې دا ندې ښودل شوي چې دی دروغ ولې وایي.

هندي ټلویژون این ډي ټي وي د فلم په اړه په یوې تبصرې کې وایي چې دا ډول فلمونه به د هند سنیما یو نوې دور ته داخله کړي ځکه تروسه پورې دا ډول فلمونه ډیر کم جوړ شویدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG