د لاس رسي وړ اتصالات

OCHA: داعش د ننګرهار چپرهار کې تر ۵۰ ښوونځي تړلي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همږغۍ دفتر یا «OCHA» وايي د راپورونو ل‌مخې داعش وسله والو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ښوونځي تړلي دي.

«OCHA» د سې شنبې په ورځ د «لړم پر ۲۲مه» پخپل خپور شوي راپور کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو دومره یې ویلي چې دغه ښوونځي د داعش وسله والو د ګواښونو له امله بند شوي دي.

د افغانستان د پوهنې ورازت هم په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش لخوا د ښوونځیو بندېدل تائیدوي او وايي چې د خلاصولو لپاره یې هڅې پيل کړي دي.

​د دغه وزارت ویاندې نوریه نهضت امریکا ږغ ته وویل چې په دې اړه یې د ننګرهار له امنیه قوماندان او د چپرهار له ولسوال سره خبرې کړي چې د قومي مشرانو په مرسته یاد ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

نهضت وویل: "بدبختانه له څو ورځو راپدېخوا وسله والو په چپرهار کې تر ۶۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي، موږ هڅه کوو چې د قومي مشرانو په مرسته ژر پرانیستل شي."

نوموړې زیاته کړه چې په چپرهار کې د ښوونځیو په تړل کېدو سره ۵زره نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې شوي دي.

پر همدې مهال د ننګرهار د پوهنې ریاست بیا په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ګواښونو له امله د تړل شوو ښوونځیو شمېر ۷۶ بابه ښه يي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري د سې شنبې په ورځ د «لړم پر ۲۲مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه ښوونځي له تېرو درېیو ورځو راهیسې د زده کوونکو پر مخ بند شوي دي.

اصف شینواری وايي، په قومي کچه یې هڅې پیل کړي او ممکن تر سبا ورځې ټول ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات هم تېره ورځ رسنیو ته ویلي وو چې د تړل شویو ښوونځیو د خلاصون لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د معارف ریاست د معلوماتو په اساس له چپرهار پرته خوګیاڼو، پچیر اګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې اولس نور ښوونځي هم تړل شوي دي.

  • په ننګرهار کې ښوونځو ته د داعش متوجه ګواښونه
  • د روان کال په غبرګولې میاشت کې هم داعش وسله والو په دغه ولایت کې د نجونو پر ښوونځو د حملو ګواښ وکړ چې د څه مودې لپاره یې ښوونځي رخصت شول.
  • د غبرګولې میاشتې پر ۲۱مه د ننګرهار د پوهنې پر ښاري مدیریت په یو ډله ییز ځانمرګي برید کې یو پولیس ووژل شوو او ۱۶ملکیان ټپیان شول.
  • د همدې کال د وږې میاشتې پر ۲مه په جلال اباد ښار کې د نجونو او هلکانو د ښوونځو مخې ته په درې پرله پسې چاودنو کې یو ماشوم ووژل شو او ۴ نور ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG