د لاس رسي وړ اتصالات

کابل له طالبانو سره د سولې خبرو ته مشورتي بورډ جوړوي


ولسمشر غني: مشورتي‌ بورډ له سولې شورا سره موازي نه دی
ولسمشر غني: مشورتي‌ بورډ له سولې شورا سره موازي نه دی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په اړه جوړېدونکی مشورتي بورډ د سولې له عالي شورا سره موازي نه دی.

ولسمشر غني د سولې اړوند د مشورتي ناستو په دوام نن یکشنبه د «لړم پر۲۷مه» د سولې عالي شورا له رئیس او شمېر نورو غړو سره د لیدنې پرمهال ویلي چې د سولې اړوند مشورتي ناستو هدف د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتووالی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي چې:"مشوره زموږ په دین او فرهنګ کې مهم اصل دی او په هر ملي کار کې مشوره کوو."

ولسمشر غني په ارګ کې د سولې عالي شورا غړو ته د وینا پرمهال
ولسمشر غني په ارګ کې د سولې عالي شورا غړو ته د وینا پرمهال

​ښاغلي غني‌ ویلي د سولې اړوند مشورتي بورډ چې د جوړېدو په حال کې دی، د ټولو اړخونو نظرونه او وړاندیزونه پکې په نظر کې نیول کېږي.

ښاغلی غني وايي، دغه بورډ به د ټولو ادرسونو لپاره یو واحد ادرس وي چې په مختلفو موقعو کې به ورته مراجعه کوي.

ولسمشر غني همدارنګه ویلي چې د سولې په اړه نړیوال او سیمه ییز شرایط برابر شوي او اړتیا ده له ټولو تجربو څخه په استفادې په تدبیر سره یې مدیریت کړو.

د سولې عالي شورا رئیس او نورو غړو د یاد بورډ د جوړولو په برخه کې د ولسمشر غني له هڅو مننه کړې.

دا په داسې حال کېده چې له څو ورځو راپدېخوا ولسمشر غني پر جهادي او سیاسي څېرو سربېره مېرمنو او مدني فعالانو سره د سولې د مشورتي بورډ په اړه مشورې پیل کړي دي.

ولسمشر غني په دې لړ کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند له رهبري شورا، له استاد محمد محقق، مدني فعالانو او د یوشمېر ولایتونو له شوراګانو سره لیدلي دي.

تر دې وړاندې یو شمېر بنسټونو د سولې مشورتي بورډ رامنځته کېدل د سولې عالي شورا سره موازي بللی وو.

د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې دغه شورا د سولې اړوند وروستیو خبرو کې څنډې ته شوې ده.

دا په داسې حال کېده چې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې په هدف افغان حکومت او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې زیاتې کړي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد د روانو هڅو په دوام تېره اوونۍ د خپل دوهم سفر په ترڅ کې کابل او د سمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل.

داسې ویل کېږي چې ښاغلي خلیلزاد د خپل دوهم سفر په ترڅ کې تېره جمعه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم لیدلي دي.

د امریکا ږغ انګلیسي څانګې د یو شمېر سرچینو په حواله ویلي چې د ښاغلي خلیلزاد او طالبانو په وروستو لیدنه کې د سولې اړوند خبرو کې پرمختګ شوی.

سرچنیې ویلي چې نوموړي د قطر په دفتر کې د طالبانو د وخت له لوی درستیز ملا فاضل مظلوم او د کورنیو چارو له وزیر ملا خیرالله خیرخوا سره هم لیدلي دي.

خو دغه لیدنې تر دا مهاله په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.

XS
SM
MD
LG