د لاس رسي وړ اتصالات

قیومي: افغانستان د اوکراین قرباني شو


ډاکټر قیومي د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر او جمهور رئیس غني ستراقتصادي سلاکار دی.
ډاکټر قیومي د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر او جمهور رئیس غني ستراقتصادي سلاکار دی.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر همایون قیومي د سې شنبې په ورځ (نومبر۱۳) په واشنګټن ډي.سي کې د افغانستان په سفارت کې د محدودو نړیوالو رسنیو سره خبرې وکړې.

د مالیې سرپرست وزیر وایي، د تېرو دری کالو راهیسې افغانستان د اوکراین د ستونزې قرباني شو او روسیې په سیمه کې منفي نقش غوره کړې دی.

ښاغلي قیومي دا وضاحت ورنه کړ چې ولې افغانستان د اوکراین قرباني شو؟

د مالیې سرپرست وزیر او د جمهور رئیس اشرف غني اقتصادي سلاکار وویل دا څرګنده ده چې د افغانستان سره به مادي مرستې کمېږي، خو هغه بودیجوي پلان چې د افغانستان دولت جوړ کړې، ډاډه دی چې د مرسته کوونکو هېوادونو لخوا به ومنل شي.

د ښاغلي قیومي په وینا دا مالي کمک به ځکه د مرستندویانو لخوا ومنل شي چې افغان دولت خپله بودیجه په داسې کورنیو سرچینو مصرفوي چې عواید ترې ترلاسه کېږي.

د افغانستان د قېمتي ډبرو یو کان
د افغانستان د قېمتي ډبرو یو کان

ښاغلي قیومي د امریکا غږ د پوښتنو په ځواب کې وویل چې سوله د افغانستان اړینه غوښتنه ده، خو یوه ریښتینې سوله هغه وخت تامین کېدلی شي چې د پاکستان په څير ګاونډي هېوادونه د ترهګرو د حمایت او تخنیکي همکاریو لاس واخلي.

​ښاغلي قیومي وویل د پاکستان ځواکمنه اردو لاهم د هغو ترهګرو ملاتړ کوي چې د افغانستان د دولت سره جنګېږي.

د قیومي په باور جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د افغانستان یو ښه متحد دی او د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ستراتیژۍ ډېر مثبت اغېز کړی دی.

هغه وویل د امریکا ستراتیژي به په سیمې کې د اوږدې مودې لپاره د امن او ثبات سبب شي، خو په دې شرط چې ولیدل شي د سیمې ځنې هېوادونه لکه پاکستان د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ په عملي کېدو کې څومره صادقانه همکاري کوي.

د امریکا ستراتیژي به د افغانستان لپاره ګټوره تمامه شي
د امریکا ستراتیژي به د افغانستان لپاره ګټوره تمامه شي

د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هرکلی کړی او وایي، د دولت او طالبانو ترمنځ په هر ډول خبرو کې هېڅ ډول شرط مخکې له مخکې نږدي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG