د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د افغان سرتېرو پوځي تکتیکونه تغیر کوي


د افغانستان دفاع وزیر د جګړې پر مهال د افغان سرتېرو د نوو تکتیکو نو خبر ورکوي او وايي چې په دې سره به په د پوځي عملیاتو پرمهال د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

طارق شاه بهرامي نن سې شنبې د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې، د افغان سرتېرو جګړیز تکتیکونه روان دي‌ تر څو له دې لارې دوه هدفه لاسته راوړو.

طارق شاه بهرامي
طارق شاه بهرامي

نوموړي زیاته کړه:"په ډېرو ولایتونو کې زموږ سرتېرو دغه عملي کړي دي، دغه د دوو هدفونو لپاره تر سره کوو، یو زموږ قطعات د تعارض توانايي پیدا کوي او دوهم دا چې د تلفاتو کچه راټیټه کړو."

د ورځنیو پوځي او په ځانګړي ډول د شپینو عملیاتو پرمهال ملکي‌ خلکو ته د تلفاتو اوښتول د امنیتي ارګانونو په وړاندې یوه له جنجاله ډکو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون رئیس هاشم الکوزي په دې اړه وویل:" په ځینو ولایتونو کې چې شپني عملیات کېږي، ډېر ملکي خلک په شهادت رسېږي، او په ځانګړي ډول که تاسو د جلال اباد ته پاملرنه وکړئ کوم شپني عملیات چې د صفر ۱ او صفر ۲ قطعو لخوا تر سره کېږي، زما د معلماتو لمخې له امریکایانو سره تړاو نه لري"

مشرانو جرګې په دې وروستیو کې د پوځي عملیاتو پرمهال ملکیانو او په ځانګړي ډول امنیتي سرتېرو ته د تلفاتو اوښتلو په اړه د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی او د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي استجواب کړي وي و.

​له ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د راپورنو لمخې تېره اوونۍ ۱۶تنه ملکي وګړي، په لوګر، هلمند او ننګرهار ولایتو کې د افغان سرتېرو په عملیاتو او د نړیوالو ځواکونو په هوايي حملو کې وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG