د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د سولې ۱۲کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ


نن چهار شنبې د نومبر په اته ویشتمه د افغانستان په وخت غرمه د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس د سویس په پلازمینې جینوا کې پيل شو.

په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوږده وینا وکړه او پکې یې د بروکسل له کنفرانس را وروسته د ملي یووالي د حکومت په اصلاحاتو او هغو تعهداتو عملي کولو خبرې وکړې، چې دغه حکومت له نړیوالې ټولنې سره کړي وو.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله ويناء کې وویل چې د سولې د مذاکراتو لپاره یې یو مذاکره کوونکې ډله جوړه کړې ده او دا ډول یې د ولسمشرۍ ماڼۍ لپاره د سولې په تړاوو مشورتي بورډ هم جوړ کړی دی.

ولسمشر غني په جینوا کنفرانس کې د خبرو پرمهال
ولسمشر غني په جینوا کنفرانس کې د خبرو پرمهال


ولسمشر غني وویل:"مونږ د سولې د مذاکراتو لپاره یو دوولس کسیزه مذاکره کوونکې ډله ټاکلې ده، چې مشري یې د ریاست جمهوري د دفتر رئیس سلام رحیمي کوي، په دې ډله کې ښځې او سړي شامل دي".

ولسمشر غني په خپله ويناء کې دا هم وویل چې له افغان طالبانو سره د سولې د داسې تړون غوښتونکي دي، چې پکې طالبان د یوې ډیموکراتیکې ټولنې غړي شي.

ولسمشر غني دا هم وویل چې د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنې د سولې د مذاکراتو لپاره یو کلیدي خبره ده.

د جینوا کنفرانس ته د افغانستان اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په تړاوو یوه کړنلاره وړاندې کړه.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

هغه وویل:"د سولې وړاندیزونه بې له قیده شرط سمه دي، خو د سولې د مذاکراتو پیل او خپله مذاکرات بې له قیده او شرطه غیری ممکن دي".

په دې کنفرانس کې د اروپايي ټولنې مشرې فدریکا موګریني بیا وویل چې د سولې د بې قیده او شرط خبرو مفهوم دا نه دی چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې له پامه پکې وغورځول شي.

د جینوا د کنفرانس اصلي ناسته نن چهارشنبه پيل شو او پکې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او مرستیال وزیرانو برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG